د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرداری


ارشیف، په کرونا اخته کسان
ارشیف، په کرونا اخته کسان

کرونا هغه ویروس چې نړۍ یې اندېښمنه او وارخطا کړې، اوس په افغانستان کې په راروانو اوونیو کې د دغه ویروس د خپرېدو د لاپراختیا خبرداری ورکول شو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دغه ویروس په وړاندې د خلکو او دولت له بې‌پروایۍ انتقاد کوي وايي، که دا مسئله جدي ونه‌نیول شي ناورین به رامنځته کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۴» په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل: "د کرونا ویروس مشکوکې او مثبتې پېښې په ډېرېدو دي، که دغه‌شان بې‌پروا واوسو، ښاریان، دولتي یا غیر دولتي ادارې دې بیا د عامې روغتیا وزارت ګرم نه‌بولي. که موږ سیاسي یا سلیقوي موضوعاتو ته پام وکړو، ناورین به منځته راشي."

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس ۴۰ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. له یاد شمېر څخه ۱۸ په هرات ولایت کې دي، هغه ځای چې په افغانستان کې د کرونا ویروس تر ټول ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې په هرات کې د بېړني وضعیت د اعلان غوښتنه کړې وه، خو اوس د دغه وزارت ویاند وایي چې د دوی دغه غوښتنې ته پام نه‌دی شوی.

د عامې روغتیا وزارت دغه‌شان په ځلونو په هرات ولایت کې د ګرځ‌بندیز غوښتنه کړې، خو د ښاغلي مایار په خبره یو شمېر مشران د ګرځ‌بندیز او په هرات کې د بېړني وضعیت د اعلان په وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.

ښاغلی مایار زیاتوي: "کله چې د عامې روغتیا وزارت په هرات کې د ګرځ‌بندیز د اعلان غوښتنه کوي، له بده مرغه په دې برخه کې عملي ګام نه‌اخیستل کېږي، له مشرانو څخه غواړو چې دې مسئلې ته جدي پام وکړي، داسې خبرې مې اورېدلي چې یو شمېر مشران نه‌غواړي چې دغه کار (ګرځ‌بندیز ) ترسره شي."

ولسمشرۍ مانۍ په دې اړه څه نه‌وایي.

د هرات والي ویاند جېلاني فرهاد وایي دوی په هرات ښار کې یو شمېر تدابیر په پام کې نیولي دي، خو که بېړنی وضعیت اعلان شي دا به ستونزمنه وي.

ښاغلی فرهاد وايي: "د قرنطین مسئلې به جدي ستونزې رامنځته کړي، ځکه هرات کې د دغه مسئله یوازې اجتماعي اړخ نه‌دی، هرات د نورو ولایتونو د تمویل او تقویې مرکز دی. موږ مشرانو سره مشوره وکړه دوی هېڅ کوم د قرنطین مشوره ورنه‌کړه، ځکه منفي نتیجه لري. چنې وهل دوام لري او موږ هیله‌مند یو هغه هر اړخیزه کڅوړه چې موږ یې مرکزي ادارو ته وړاندې کوو عملي شي."

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس په وړاندې بې‌پروایي، سیاسي او سلیقوي چلند به هېواد له ناورین سره مخ کړي.

یاد وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو د پراختیا یو لامل، د خلکو بې‌پروايي او د دغه ویروس جدي نه‌نیول بولي.

د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، په غونډو او تجمعاتو کې ګډون ونه‌کړي او په لاس او غېږه له روغبړ هم ډده وکړي.

XS
SM
MD
LG