د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

'جوماتونو کې دې د جمعې خطبې لنډې او سنت لمونځونه کور کې وشي'


ارشیف
ارشیف

د حج او اوقافو وزارت له خلکو غواي، جوماتونو کې باید د جمعې خطبي لنډې او سنت لمونځونه کورونو کې وشي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو شمېر علماوو سره د کرونا ویروس د مخینوي په هدف مشورتي غونډه جوړه کړي وه.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب په دې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په خاطر د عامې روغتیا وزارت ټولي سپارښتنې پلې کړي.

ښاغلي منیب وویل، چې د جمعې خطبي دې لنډې او سنت لمونځونه دې کور کې ترسره شي او هغه خلک چې په ځان کې د دې ویروس نښې ویني ځانونه دې په خپلو کورونو کې قرنطین او د لارښوونو له مخې دې د درملنې لپاره اقدام کړي.

هغه زیاته کړه: "روغتیا کې اهل ذکر د روغتیا وزارت او ډاکتران دي، موږ نه یو، په دې خاطر د هغوی ټول هدایت زموږ او تاسو د ماشوماتو د روغتیا په خاطر باید عملي شي او هغه هم واجب ګرځي، د جمعې لمونځونو کې دې د پښتو او فارسي خطبو نه ډډه وشي، خلکو ته دې عامه پوهاوی ورکړل شي، عربي خطبي دې ووایي او په هغوی دې اکتفا وکړي."

د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب

د حج او اوقافو سرپرست وزیر وویل چې دیني علما باید خلکو ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

په دې غونډه کې د ولسمشر د دفتر رئیس فیض الله کاکړ د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په خاطر د دیني علماوو غونډه اړینه وبلله.

ښاغلي کاکړ وویل، حکومت د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې جدی دی او غواړي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه: "افغانستان چې کومه پالیسي په پام کې نیول شوي هغه دا ده چې موږ غواړو د دې ویروس خپرېدل ورو کړو، د نورو هېوادونو د تجربو پر بنسټ د ورو کولو تګلاره ډېره مهمه ده، چې دا ورو کړو او روغتونونو کې ډاکتران وکولی شي دې ته ورسېږي او د ډېري مړیني مخنیوی وشي.

له دې وړاندي هم کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینو علماوو پر دې ویلي وه که د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر جوماتونو کې لمونځونه کول ځنډېږي نو له شرعي اړخه کومه ستونزه نه‌لري.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت تېره اوونۍ په جوماتو کې د فاتحو په مراسمو هم بندیز لګولی و، او ویلي وه چې د جمعې د لمونځونو د بندېدو په اړه به د ټول هېواد علما تصمیم نیسي.

دغه شان دغه وزارت له عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي و چې په جوماتونو کې د مکروب ضد دوا وشیندي.

د یکشنبې د ورځې تر سهاره په افغاستان د کرونا ویروس ۳۴ مثبتي پېښې ثبت شوي چې یوازي ۱۸ یې په هرات ولایت کې دي.

'افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ تنو ته ورسېد'

د نویو خپرو شمېرو له مخې په پلازمینه کابل کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت وزیر فېروزالدین فېروز
د روغتیا وزارت وزیر فېروزالدین فېروز

د عامې روغتیا وزارت وزیر فېروزالدین فېروز رسنیو ته یوې خبرې غونډه کې ویلي لاسونه ډېر مینځل، ماسک اچول، ګڼه ګوڼي نه ځان ساتل، د ویټامین سي درلودونکو مېوو خوړو او ویټامین ډي څخه دې د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر ګټه واخیستل شي.

راپور- ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG