د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، که اړتیا ولیدل شي د هرات په څېر به یو شمېر نور ولایتونه هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره قرنطین شي.
د وقایې په برخه کې د دې وزارت سلاکار قمرالدین حافظ وایي چې ممکن له دې وروسته د کرونا خپرېدل نور هم زیات شي.
په دې اړه نسیم شفق له ښاغلي حافظ سره مرکه کړې او په سر کې یې د تازه اقداماتو په اړه ورنه پوښتنه کړې چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: