په بهرنیو چارو وزارت کې نوې ګمارنې او په حکومت کې دننهیې په اړه اختلافات!
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تازه د یو شمېر سفارتونو لپاره نوي سفیران او ډیپلوماتان ګمارلي، خو دا ګمارنې د اجرائیه ریاست له مخالفت سره مخ شوي.
د هغه نوملړ له مخې چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر ازادي راډیو ته تأیید کړی؛
- د ملي امنیت شورا پخوانی مرستیال سلیمان کاکړ د هند په حیدر اباد ښار کې د جنرال قونسل
- د هرات پخوانی والي محمد اصف رحیمي په هالنډ کې د افغانستان سفیر
- مختار الله مختار چې د ولسمشر غني سکرټر و، په کاناډا کې مستشار وزیر
- مسعود عزیزي چې له دې وړاندې د کورنیو چارو د پالېسۍ معین پاتې شوی، په دبۍ کې جنرال قونسل
- او همایون عزیزي چې له دې وړاندې په هالنډ کې د افغانستان سفیر و، په فرانسه کې د سفیر
په توګه ګمارل شوي دي.
که څه هم؛
- عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیر مرستیال
- صفت رحیمي د المان په مونشن کې د جنرال قونسل
- ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر
- او سهیل هدایت ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مستشار
په توګه دنده پیل کړې، خو د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې څلورو کسانو په اړه وايي، دا ګمارنې نوې نهدي.
د افغانستان په بهرنیو سیاسي استازولیو کې دا بدلونونه داسې مهال راځي چې د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په دې اداره کې د اصلاحاتو په نوم لړۍ پیل شوې ده.
خو د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست له دې ګمارنو خوښ نهدی او ورسره مخالفت ښيي.
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون د وزیرانو شورا غونډه کې نوې ګمارنې د ارګ ذوق وباله او تر خوا یې خبرداری ورکړ چې دا شان یو اړخیزه کارونه به افغانستان سیاسي بېثباتۍ ته بوځي.
ښاغلي عبدالله وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلان پورې د ملي یووالي حکومت دوام کوي او هغه هوکړهلیکیې هم باید په پام کې ونیول شي چې له مخې یې دا حکومت جوړ شوی دی.
د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امېد میثم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۱» د دغو تازه ګمارنو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو ګمارنو په اړه له موږ سره مشوره نهده شوې، که د ملي یووالي حکومت دننه دا ډول خپلسري کارونه دوام وکړي، د افغانستان سیاسي ثبات به له خطر سره مخ کړي."
خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د اجرائیه ریاست په ځواب کې وايي، قانون ولسمشر ته د دولتي مأمورینو د ګمارنې او ګوښه کولو صلاحیت ورکړی.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر به د خپل واک تر ختمه پورې له دې حق څخه برخهمن وي.
هغه زیاته کړه: "ولسمشر د اساسي قانون له مخې، د مأمورینو د نصب او عزل صلاحیت لري، دا صلاحیت به تر هغه د ولسمشر سره خوندي وي او ترې به ګټه اخلي، تر کله چې نوی ولسمشر واک ته رسېږي او لوړه کوي."
له دې وړاندې هم د ولسمشر لهخوا د یو شمېر چارواکو د ګمارنې او یا هم ګوښه کولو سره اجرائیه ریاست ورته مخالفت ښودلی و.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین خوشحال سعادت له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال عبدالصبور قانع وګماره.
دغه بدلون په تولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل.
په یو تازه اقدام کې بیا ولسمشر غني، خان محمد تکل د اوبو او برښنا وزارت د سرپرست په توګه ګمارلی دی.