ترکیې د سوریې په شمال ختیځ کې د محدودو پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی

اردوغان په وار وار په سیمه کې له کُرد ځواکونو د واشنګټن پر ملاتړ نارضایتي څرګنده کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان خبرداری ورکړی چې ډير ژر به د سوریې په شمال ختیځ کې چیرته چې ۱۰۰۰ امریکایي سرتیري دیره دي، پوځي عملیات پیل کړي.

ویل کیږي امریکایي سرتیري په دې سیمه کې په دې خاطرځای پرځای شوي چې د خپلو دوو متحدینو خو رقیبانو یعنې انقرې او د سوریې د کرد ځواکونو ترمنځ کړکیچ کم کړي.

ښاغلي اردوغان پرون (اکټوبر ۵مه) په انقره کې د خپل واکمن ګوند غړیو ته په وینا کې وویل، دغه پوځي عملیات به په نن او سبا کې پیل شي.

هغه وویل: "موږ د دغو عملیاتو لپاره تیاری نیولی، موږ د خپلو عملیاتو پلانونه بشپړکړي دي. موږ لازم امرونه هم ورکړي دي."

اردوغان له خپلو متحدینو وغوښتل چې دا مسئله دې چې ایا د کردستان د کارګرانو ګوند "پي کې کې" او د سوریې کرد ملیشې "وای پي جي"، ترهګرې ډلې بولي کنه، روښانه کړي.

د ښاغلي اردوغان تر اعلان وروسته، د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو خبرداری ورکړی چې که انقره پرې هوایي او ځمکني بریدونه وکړي، د ترکیې پروړاندې به پراخه جګړه پیل کړي.

له کردانو، عربانو او آشوري ملېشو څخه جوړ د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه د هغه ایتلاف یوه برخه ده چې د سوریې د حکومتي ځواکونو پرضد جنګیږي.

د ترکیې ولسمشر په وار وار په سیمه کې له کُرد ځواکونو د واشنګټن د ملاتړ پر وړاندې خپله نارضایتي څرګنده کړې ده.

انقره په سیمه کې د پوځي عملیاتو خبرداری له دې سره سره ورکوي چې واشنګټن ورسره د تېرې اګست میاشتې د موافقې له مخې ژمنه کړې چې کرد ځواکونه به د ترکیې له پولو لیرې ساتي.

ترکیې له یوې میاشتې راهیسې خپل پوځي جزوتامونه او دفاعي تجهیزات دې سیمې ته د پرمختګ لپاره تیار کړي دي.

انقره د سوریې "وای پي جي" د کردستان د کارګرانو د ګوند "پي کې کې" یوه څانګه بولي، هغه ګوند چې له ۳۵ کلونو راهیسې د ترکیې په وړاندې وسله واله مبارزه مخ ته وړي.

انقره او واشنګټن دواړه "پي کې کې" ترهګره ډله بولي خو واشنګټن بیا د سوریې "وای پي جي" کرد ملیشو ته چې د پوځي هڅو محوریې په سوریه کې پرداعش راڅرخي، په یو بل نظر ګوري او د هغو ملاتړ کوي.