د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

مایک پامپئو له خپل ترکي سیال سره له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو وغږېد


ارشیف،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو
ارشیف،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له تروریستانو څخه د هېواد د دفاع په برخه کې د ترکیې د خلکو حق په رسمیت پیژني.

مایک پامپئو په عین وخت کې وویل، هغه کسان چې ترهګر نه‌دي او زموږ تر څنګ جنګیدلي دي، د خوندي کېدو وړ دي.

ښاغلي پامپئو د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۲» د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې خبریالانو ته دا خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره تر خبرو وروسته خوشبین دی چې له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به د سوریې د کُردانو د خوندیتوب لارې پیدا شي او هم به ترکان دا فرصت ولري چې د ترهګرو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع وکړي.

مایک پامپئو زیاته کړه، له چاوش اوغلو سره یې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او ترکیې د اړیکو په ګډون د سوریې پر موضوع او هم په ترکیې کې د امریکایانو د توقیف په اړه بحث کړی دی.

د امریکا او ترکیې ترمنځ اړیکې په سوریه کې د کُرد «وای.پي.جي» ملېشو څخه د امریکا د ملاتړ له کبله ترینګلي دي.

ترکیه دغه کُرد ځواکونه د «پې.کې.کې» یا د کُردستان د کارګر ګوند چې فعالیت یې ممنوع اعلان شوی، غړي بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېم جیفري په‌دې وروستیو ورځو کې د سوریې شمال ختیځ ته سفر کړی او ډېر ژر به انقرې ته هم ولاړ شي، څو په سوریه کې د اته کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سیاسي پروسې پر پرمختګ او نورو مسایلو بحث وکړي.

مایک پامپئو زیاته کړه، د دمشق او د سوریې د کُردانو تر منځ خبرې کولی شي چې په سوریه کې د سیاسي حل لارې یوه برخه وي.

ارشیف، د کردانو په مشرۍ ډلې چې د سوریې د شمال ځینې برخې یې په لاس کې دي.
ارشیف، د کردانو په مشرۍ ډلې چې د سوریې د شمال ځینې برخې یې په لاس کې دي.

د کُرد ملېشو په مشرۍ ډلې چې د سوریې د شمال ځینې برخې یې په واک کې دي، وېره لري چې له سوریې د امریکایي سرتېرو د وتلو په صورت کې به ترکیه برید ورباندې وکړي.

ترکیه بیا دغه ډلې چې د دوی پولو ته نېژدې دېره دي، د دغه هېواد لپاره امنیتي ګواښ بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډسمبر کې اعلان وکړ چې امریکایي سرتېري له سورې څخه باسي.

په همدې حال کې د اسوشیټې‌ پرېس خبري اژانس د امریکا د دفاعي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا له سوريې څخه د پوځي تجهیزاتو ایستل پیل کړي دي.

د دغه راپور له مخې تمه ده شاوخوا دوه زره امریکایي سرتېري په راتلونکو اونیو کې له سورېي ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې سیمې ته د سفر په یوې برخې کې ابوظبي ته تللی، ویلي دي چې له سورېې څخه د امریکایي سرتېرو وتل یو تکتیکي بدلون دی.

د مایک پامپئو په خبره، د اسلامي دولت ډلې د له‌منځه وړلو ماموریت او په سیمه کې د ایران د نفوذ پر وړاندې مقابله پر خپل حال پاتېږي.

XS
SM
MD
LG