امریکا: افغانستان کې به د ناټو د ١٨کلونو قربانۍ ضايع نه‌شي

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيوپه واشنګټن کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې «چپ» د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ .

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، په افغانستان کې به د ناټو د متحدانو د تېرو ١٨ کلونو ګډې قربانۍ ضايع نه‌شي.

مايک پامپيو پرون د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته ته يوه کنفرانس ته وويل: واشنګټن به اجازه ورنه‌کړي چې تروريستان يو وار بيا د افغانستان له خاورې نورو ته خطر پېښ کړي.

په دې اړه نور: د ناټو عمومي منشي: د «ناټو تړون» په نړۍ کې تر ټولو بریالۍ تړون دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو کنفرانس ته د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو د پرمختګونو په اړه هم معلومات ورکړل.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل له حکومت سره د مخامخ مذاکرو لپاره د طالبانو عمده شرط ګڼل کېږي.

بل‌خوا د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې به د دغه پوځي تړون او متحدانو د پوځي حضور په اړه پرېکړه له ټولو سره په ګډه کېږي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ زره بهرني سرتېري دېره دي چې له ۱۳ زرو زیات یې امریکايان دي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه په واشنګټن کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو تر يو لړ غونډو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وويل:

په دې اړه نور: ناټو: په افغانستان کې د سولې هره موافقه باید یو شمېر تضمینونه ورکړي

"موږ د امريکا متحدو ايالاتونو پر هغو هڅو چې په افغانستان کې د سياسي حل‌لارې په اړه دي، خبرې وکړې. د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد تېره اوونۍ د ناټو په مرکز کې له متحدانو سره د خپلو هڅو د پرمختګ په اړه مشورې وکړې. موږ له نږدې د خپلو هڅو هم‌غږۍ ته ادامه ورکوو. موږ په ګډه پر افغانستان تمرکز وکړ او موافقه مو کړه چې په افغانستان کې به مو په راتلونکي کې د حضور په اړه پرېکړې په ګډه کېږي."

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې پرون پنجشنبه د خپلې غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ په افغانستان کې د سولې پر روانو هڅو بحث وکړ.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د غونډې په پای کې يوه کنفرانس ته وويل: په افغانستان کې د سولې هره موافقه باید دا تضمین ورکړي چې افغانستان به بیا د نړیوالو تروریستانو په امن کور نه بدلېږي.

د ناټو سرمنشي وويل، بايد د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې ضایع نه‌شي.