د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ناټو: په افغانستان کې د سولې هره موافقه باید یو شمېر تضمینونه ورکړي


عمومي منشي ینس سټولټنبیرګ په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې تهد وینا پر مهال.عکسNato
عمومي منشي ینس سټولټنبیرګ په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې تهد وینا پر مهال.عکسNato

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خپلې غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه بحث وکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبیرګ د غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د سولې هره موافقه باید دا تضمین ورکړي چې افغانستان به بیا د نړیوالو تروریستانو په امن کور نه بدلېږي او د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې به نه ضایع کېږي.

سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور څرنګوالی به د سولې په خبرو کې روښانه شي:

"د نړیوالو ځواکونو حضور د دې خبرو جز دی. دا چې د نړیوالو ځواکونو حضور به څنګه او په کوم چوکاټ کې وي هغه مسئله ده چې به اړه به یې پریکړه وشي. ناټو اوس مهال په‌دې برخه کې چې څنګه د سولې د موافقې ملاتړ وکړي پر بېلابېلو انتخابونو کار کوي. اوس اصلي خبره دا ده چې باید د سولې د خبرو کلک ملاتړ وکړو او پر همدې بنسټ به زموږ د راتلونکې په اړه پریکړه کېږي."

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ زره نړیوال ځواکونو دېره دي چې له ۱۳ زرو زیات یې امریکايي سرتېري دي.

ښاغلي سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو له غړو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد کتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل دواړه خواوې به په خپلو کې نژدې همغږۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد په روانه اوونۍ کې افغانستان ته له رسېدو مخکې په لندن او بروکسل کې و.

ارشیف، په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم.
ارشیف، په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وايي، روان بحثونه ښيې چې افغانستان لا هم د ناټو د پاملرنې په محراق کې دی.

ښاغلي همدم تېره شپه د ناټو له غونډې وروسته له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د ناټو مرستې به دوامدارې وي.

ښاغلي همدم زیاته کړه:

"افغان حکومت له ناټو سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی په لزبن کې. د هغه تړون په اساس زه فکر کوم حتی که د ناټو اوسنی ماموریت هم په افغانستان کې پای ته ورسېږي او ناټو له افغانستانه خپل ځواکونه هم وباسي بیا هم د هغې معاهدې پر اساس که له منځه ولاړه نه‌شي، ناټو باید له افغان ځواکونو او افغان حکومت سره مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په‌داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د هڅو په اړه بحث کوي چې تمه ده د خلیل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو په نژدې ورځو کې په قطر کې بیا پیل شي.

تردې دمه دواړو لوریو په پنځو پړاوونو کې خبرې کړي دي، خو تر اوسه وروستۍ موافقې ته نه‌دي رسېدلی.

ښاغلي خلیل‌زاد د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هڅه کوي چې په نژدې راتلونکي کې پر څلورو موضوعاتو له طالبانو سره موافقه وشي.

د خلیلزاد په وینا دا تضمین چې د افغانستان قلمرو به د امریکا، د امریکا د متحدانو او نورو هېوادو پرضد نه کارول کېږي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی، بین‌الافغاني خبرې چې باید پر یوه سیاسي تګ‌لاره موافقه وشي او یو هر اړخېز او دایمي اوربند هغه څلور موضوعات دي چې له طالبانو سره د خبرو په بل پړاو کې به بحثونه پرې وشي.

XS
SM
MD
LG