د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د ناټو تړون کالیزه: افغانستان یوه مدرنه او خوځنده ډموکراسي ده


ارشیف، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکلاس کې د قاطع ملاتړ مأموریت په اډه کې د ناټو د کالیزې اړوند جوړو شویو مراسمو پر مهال، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۱۳. AFP.Thomas Watkins
ارشیف، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکلاس کې د قاطع ملاتړ مأموریت په اډه کې د ناټو د کالیزې اړوند جوړو شویو مراسمو پر مهال، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۱۳. AFP.Thomas Watkins

سره له دې چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د ناټو زرګونه سرتېرو په افغانستان کې پوځي خدمت وکړ، خو بیا هم تېر میلادي کال په‌دې هېواد کې تر ټولو خونړی کال بلل شوی او طالبانو هم خپل فعالیتونه لا پسې پراخ کړي دي.

د فرانس پرس اژانس په وینا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته اوس دا ډله تر بل تېر هر وخت زیاتې سیمې په واک کې لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان له جګړې څخه چې تر اوسه پورې د ۲۳۰۰ امریکايي سرتېرو ژوند اخیستی دی او څه د پاسه یو تریلیون ډالر پرې لګېدلي، ناهیلې شوی دی.

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال
ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال

ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېر ډسمبر میاشت کې خپلو سلاکارانو ته وویل چې دی غواړي له افغانستانه نیمايي سرتېري وباسي هغه پرېکړه چې د فرانس پرس اژانس په وینا له ناټو سره له سلا مشورې پرته شوې ده.

خو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ناټو تړون د ۷۰مې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغانستان لپاره د دې تړون ملکي استازي نېکلاس کې د هغو لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه وکړه چې په افغانستان کې شوي دي.

نېکلاس کې وویل، افغانستان یوه مدرنه او خوځنده ډموکراسي ده او هغو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته سلام کوي چې د ښځو د حقونو او په نورو برخو کې شوي دي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې دا مهال میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، د مطبوعاتو ازادي ده او د روغتیا برخه د لاسته راوړنو شاهده ده.

د ناټو په جوړېدو کې د پخواني شوروي اتحاد نقش
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د ناټو ملکي استازي زیاته کړه چې دا تړون به تر هغې پورې په افغانستان کې پاتې او له افغانانو سره ودرېږي، څو پورې شرایط ښه شوي نه‌وي، خو د فرانسې خبري اژانس بیا د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالي ته اشاره کړې او د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس وايي چې یوازې تېر میلادي کال د افغانستان جګړې ۳۸۰۴ ملکیان وژلي دي.

د ناټو تړون د جوړښت د ۷۰مې کالیزې په مناسبت د کابل په غونډه کې د ناټو د ملکي استازي سربېره د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG