د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

په افغانستان کې د ناټو ۱۸ کلن حضور؛ ستونزې، لاسته راوړنې، مبارزه، بریا او ناکامۍ!


ارشیف، په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د ناټو په چوکاټ کې د عملیاتو پر مهال، د ۲۰۱۵ کال د اګسټ ۳۰.
ارشیف، په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د ناټو په چوکاټ کې د عملیاتو پر مهال، د ۲۰۱۵ کال د اګسټ ۳۰.

لا هم د افغانستان په فضا د ناټو هلېکوپټرې ګرځي، په‌دې هېواد کې د ناټو د مأموریت ۱۸ کاله کېږي.

افغان حکومت وايي چې په‌دې هېواد کې د ناټو ۱۸ کلن حضور د حکومت او امنیتي ځواکونو په جوړولو کې ګټور وو، خو دا سازمان لا هم د ترورېستانو د پټن‌ځایونو د له‌منځه وړلو هدف ته نه‌دی رسېدلی.

د ۲۰۰۱ کال نومبر میاشت وه چې د ناټو عسکرو او امریکايي ځواکونو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده.

دې سازمان د ترورېزم سره د جګړې په هدف خپل عسکر افغانستان ته راواستول، خو لا هم په‌دې هېواد کې جګړه دوام لري او لا پسې تېزه شوې ده.

هغه جګړه چې لسګونه زره کسان په‌کې قرباني شول او اوس د دغه اوږدې جګړې د پای ته رسېدو په هدف د سولې هڅې کېږي.

افغان حکومت وايي چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیا او د امنیتي او دفاعي قوتونو د جوړولو په برخه کې د ناټو حضور له لاسته راوړنو ډک وو.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي چې ناټو د ترورېستانو د پټن‌ځایونو د له‌منځه وړولو هدف ته نه‌ده رسېدلې.

ښاغلی خوځون زیاتوي:

"ناټو په افغانستان کې زیات مؤثریت درلود، موږ له صفره پیل کړی وو او اوس د ناټو په مرسته داسې ځواکونه لرو چې د ترورېزم پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، په‌دې برخه کې ناټو ښه پرمختګ درلود، خو زموږ اندېښنه دا ده چې ناټو لاهم د ترورېزم اصلي مرکزونو ته نه‌ده رسېدلې، موږ هیله لرو له دې وروسته یا هم د راتلونکي کال لپاره چې ناټو کومې ژمنې کوي له مخې يې باید په پاکستان فشار زیات شي، څو د ترورېستانو له مرستې لاس واخلي."

د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو د ايجاد ٧٠ کلونه پوره شول.

۷۰ کاله وړاندې د امریکا په ګډون ١٢ هېوادونو د کومې حملې په صورت کې د يو بل د دفاع ژمنه وکړه.

د امریکا متحده ایالات د دغه تړون تر ټولو قوي غړی بلل کېږي او د دغه سازمان د نورو غړو په پرتله ډېر لګښت ورکوي.

اوس ناټو ۲۹ غړي هېوادونه لري چې اصلي مرکز يې د بلجیم په مرکز بروکسل کې دی.

په‌دې تړون کې ټولو غړو هېوادونو لاسلیک کړی چې د ناټو په غړو هېوادونو د کومې حملې په صورت کې به ټول د دښمن په وړاندې درېږي.

دا تړون په نړۍ کې تر ټولو ستر پوځي تړون بلل کېږي.

د همدې تړون پر اساس کله چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا په دوه سوداګریزو برجونو حمله وشوه او مسؤلیت‌یې القاعده ډلې ومانه چې مشر يې اسامه بن لادن په افغانستان کې و، ناټو دې هېواد ته خپل عسکر واستول، د طالبانو اسلامي امارت‌يې ړنګ کړ او نوی حکومت جوړ شو.

اوس چې په افغانستان کې د ناټو د مأموریت ۱۸ کاله کېږي د طالبانو په ګډون یو شمېر نورې ترورېستي ډلې لا هم د دې هېواد په ځینو برخو کې فعالیت لري او د ډېرو کسانو په باور امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

د افغانستان یو شمېر پخواني پوځي چارواکي وايي چې د ناټو او افغان حکومت یو شمېر تېروتنې د دې لامل شوې چې دغه جګړه اوږده شي.

ارشیف، د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي
ارشیف، د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي

د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي ازادي راډيو ته وویل:

"دا جګړه باید دومره اوږده شوی نه‌وی، ۱۸ کاله‌يې باید دوام نه‌وی کړای، خو د دې جګړې د دوام لامل هغه غلطۍ وې چې زموږ حکومت، ناټو او امریکا په ګډه وکړې."

دی د افغان حکومت او ناټو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه‌موجویت، د ملکي تلفاتو ډېرېدل او کلتوري مسایلو ته نه‌پاملرنه هغه لاملونه بولي چې له امله‌يې دغه جګړه اوږده شوه.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په مشوره ورکولو، روزنه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د ناټو حضور ګټور وو.

د دې وزارت ویاند قیس منګل ازادي راډيو ته وویل:

"د ناټو مؤثریت بېخي زیات دی، د مشورې ورکولو په برخه کې د روزنې او همدا شان د اکمالاتو او تجهیز په برخه کې له موږ سره مرسته کوي، خو د ترورېزم په وړاندې جګړه لا روانه ده، څو ختم شي."

بل‌خوا د سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي چې په افغانستان کې ناټو ښې لاسته راوړنې نه‌درلودې.

له دې ډلې قدرت‌الله ځواک وویل:

"له بده‌مرغه هغه هیلې چې د یو پوځي سازمانه کېږي له مخې يې په تېرو څو کلونو کې ناټو په افغانستان کې ډېر مؤثریت نه‌درلود، او ویلی شم ناټو دلته تر یوې اندازې خپل هدف ته نه‌ده رسېدلې او د جګړې د بریالیتوب په برخه کې جګړه په جګړه نه‌ګټل کېږي ځکه چې دا جګړه نورې ریښې لري."

خو یو شمېر نور سیاسي کارپوهان بیا وايي چې ناټو د افغانستان په امنیت کې بریالۍ وه او د پرمختګ لپاره‌يې لاره هواره کړه.

افغان سیاسي کارپوه روح‌الله امین وايي:

"موږ د هر فعالیت لپاره هغه که پوهنه وي، ښاري پراختیا وي او که حکومت‌داري وي، امنیت ته اړتیا لرو چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ناټو یو پیاوړي او برخلیک ټاکونکي سازمان ثابت شوی دی."

ولسي وګړي بیا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور په اړه بېلابېل نظرونه لري.

دوی زیاتوي:

"زما نوم خیر محمد دی، ناټو زموږ د هېواد د ګټو په وړاندې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی، ځکه کله چې پاکستان په افغان خاوره راکټونه توغول او ښکاره تېری يې کاوه دوی غلي وو، کله چې زموږ سرتېري محاصره کېږي دوی غلي وي."

"زما نوم صفت‌الله دی، د ناټو ځواکونو تل زموږ له ځواکونو سره مالي او تجهیزاتي مرسته کړې، خو اوس که دوی وځي نو موږ یو وار بیا تېرو ترخو تجربو ته ځو او دا هېواد به یو وار بیا د کورنۍ جګړې شاهد وي."

له دې ټولو سره سره افغان حکومت، پوځي او سیاسي کارپوهان او ولسي وګړي لاهم په افغانستان کې د ناټو حضور اړتیا بولي او وايي چې د ناټو وتل به په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل شي.

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:06:02 0:00
مستقیم لېنک

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG