د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون غږ وکړ چې د رأیو د بیا شمېرنې پر مهال شفافیت ته پام وکړي او د انتخاباتو لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان کړي.
د ولسي جرګې غړي وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې پر مهال شفافیت په نظر کې ونهنیسي د انتخاباتو پایلې به خلکو ته د منلو وړ نهوي.
د دغې جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار چې د دوشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۸» د غونډې مشري یې کوله ټينګار وکړ چې د انتخاباتو پایلې باید په ټاکلي وخت اعلان شي او د رأیو بیا شمېرنې پر مهال شفافیت په پام کې ونیسي.
ښاغلي یار زیاته کړه:
"د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه مو غوښتنه دا ده چې توجه وکړي کومه رأیه شمېرنه چې کوي شفافیت ته پام وکړي او د ټاکلي مهالوېش پر اساس لومړنۍ پایلې اعلان کړي."
په دې اړه نور: که د جمهوري ریاست انتخابات وځنډېږي ممکن د سولې هڅو سره مرسته وکړيپه ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دې لپاره چې د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ رامنځ ته نهشي کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې لپاره د خپلو ټيمونو شمېر له ۷۰ دوه سوه ته لوړ کړی.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کمېسیون ژمن دی چې تر راتلونکو ۵ ورځو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"تر دې دمه ۷۰ ټیمونو کار کاوه، خو د دې لپاره چې باید د قوس تر ۱۰مې نېټې لومړنۍ پایلې اعلان شي، نو ځکه کمېسیون د ټيمونو شمېر ۲۰۰ ته لوړ کړی، څو وتوانېږو په دغه موده کې بیا شمېرنه ترسره شي، تر اوسه پورې ۲۷۰ رأیې شمېرل شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده."
ښاغلی سادات وایي، تر اوسه د ۳۲ ولایتونو د بایومټریک دستګاوو معلومات د اطلاعاتو بانک ته وراضافه شوي دي او هڅه کوي چې د کابل ولایت د مرکزونو رأیې د بیا شمېرنې پروسه هم ختمه او ډېټابېس تهیې شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې انتخاباتو کې د تقلب او لاسوهنې په تړاو تُند غبرګونونه راوپارېدل او همدا غبرګونونه د دې لامل شول چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو په تړاو چې پر وړاندې یې شکایتونه موجود وو، د رأیو د بیا شمېرنې پرېکړې ته اړ شي.
په همدې حال کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه په دې باور دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نهشي کولای په ټاکل شوې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي، کمېسیون د ګوندونو او نوماندانو له استازو پرته رأیه شمېرنه پیل کړې چې دا د قانون خلاف عمل دی.
ښاغلي رشید زیاته کړه:
"موږ د کیفیت له پلوه اندېښمن یو، کمېسیون پرته له دې چې د ګوندونو او کاندیدانو څارونکي موجود وي د رأیې شمېرنې پروسه پیل کړې ده چې دا د قانون خلاف عمل دی او که دا حضور نهوي ممکن هغوی پروسه تحریم کړي او د پروسې کړنې تر پوښتنې لاندې راولي."
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف ویاند فضلالرحمن اوریا تر دې وړاندې ویلي، که کمېسیون پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا نهکړي د انتخاباتو پایلې به ورته د منلو وړ نهوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، رأیې شمېرنه د څارونکو په حضور کې ترسره کېږي او کمېسیون ژمن دی چې دا پروسه به په پوره شفافیت مخ ته یوسي.
راپور: ناجیه ساپۍ