د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

که د جمهوري ریاست انتخابات وځنډېږي ممکن د سولې هڅو سره مرسته وکړي


د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې د افغانستان د سولې په اړه بحث لرو، دا اوونۍ د سولې هلې ځلې وروسته تر دې تودې شوې چې د شنبې په ورځ د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غني سره وکتل، په دې لیدنه کتنه کې د ارګ د خپرې کړې اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني ښاغلي خلیلزاد ته وویل چې افغان حکومت د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي.

دا بحث د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:53:20 0:00
مستقیم لېنک

امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریت ژورنال د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې خبر ورکړ چې زلمي خلیلزاد افغان چارواکو ته ویلي دي چې ښایي د ولسمشرۍ انتخاباتي مبارزه د سولې د خبرو د ځنډ او خنډ باعث شي، نو که دا انتخابات وځنډېږي ممکن د سولې له هڅو سره مرسته وکړي.

په‌دې بحث کې دا مسئله له مېلمنو سره څېړو، دا بحث د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:52:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG