د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

دوستم ښایي کوم انتخاباتي ټیم کې ګډون ونه‌کړي او پر ځای به بله څېره معرفي کړي


د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په رانژدې کېدو سره د سیاسي ګوندونو تر منځ د انتخاباتي ټکټونو د جوړېدو هڅې هم روانې دي.

د همدې هڅو په لړ کې د ملي جنبش مشر او د ولسمشر لومړي مرستیال نېژدې کسان وایي چې جنرال عبدالرشید دوستم به ښایي په‌خپله په کوم انتخاباتي ټیم کې ګډون ونه‌کړي او پر ځای به کومه بله څیره معرفي کړي.

لا هم تراوسه په رسمي ډول کوم ځانګړی انتخاباتي ټکټ نه دی اعلان شوی، خو د سیاسي ګوندونو ترمنځ په دې اړه بحثونه دوام لري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دورې نژدې پنځه میاشتې پاتې دی.

د ولسمشر غني د ولسمشرۍ دورې نژدې پنځه میاشتې پاتي.
د ولسمشر غني د ولسمشرۍ دورې نژدې پنځه میاشتې پاتي.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو مهالویش نه‌دی اعلان کړی، خو سیاسي ګوندونو له وړاندې د خپلو حلقاتو او انتخاباتي ټکټونو پر جوړېدو بحثونه پیل کړي.

د نورو ګوندونو ترڅنګ د افغانستان د ملي جنبش ګوند په تازه څرګندونو کې ویلي چې جنرال عبدالرشید دوستم به احتمالاً دا ځل په خپله په هېڅ انتخاباتي ټکټ کې برخه ونه لري او یوازې د ملي جنبش د مشر په توګه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

جنرال عبدالرشید دوستم چې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال دی، ویل کېږي په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ښاغلي غني په بریالیتوب کې د پام وړ رول لوبولی دی، خو دا ځل یې نوم په هېڅ هغه انتخاباتي ټکټ کې نه تر سترګو کېږي چې د ځینو کړیو او احزابو له خوا معرفي شوي دي.

د ملي جنبش غړي او ویاند بشیر احمد ته‌ینج له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې ښاغلی دوستم به احتمالاً د خپل ګوند یوه بله څېره رامخته کړي.

بشیر احمد ته‌ینج
بشیر احمد ته‌ینج

دی وايي:

"موږ د تېر په څېر په ډېر پیاوړي او محوري ډول په انتخاباتو کې برخه اخلو. په انتخاباتي ټکټونو کې به ښاېي یو ټکټ زموږ وي او کامیابي به زموږ وي. احتمالاً ښاغلی دوستم خپل یو باوري کس د لومړي مرستیالۍ پُسټ ته معرفي کوي."

ښاغلي ته‌ینج دا هم ونه ویل چې دا ځل به دوی د چا په انتخاباتي ټکټ کې وي؟

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ نېټه وشي.

افغان حکومت هم په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ژمنه کړې ده.

د قانون له مخې باید تر انتخاباتو ۱۲۰ ورځې دمخه انتخاباتي مهالویش اعلان شي ورسره نوماندان معرفي شي، خو د راپورونو پر اساس، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غیر مستقیم ډول ښکاره کړې چې یو وار بیا به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې نوماند شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په‌دې انتخاباتو کې خپله نوماندي نه‌ده رد کړې.

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي وړاندې له وړاندې خپله نوماندي اعلان کړې ده.

همدا شان په هند کې پخواني افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم ویلي چې د کندهار له مشرانو سره له مشورو وروسته به په ولسمشریزو انتخاباتو کې د خپلې نوماندۍ په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د نوي ملي جبهې مشر انوارالحق احدي هم په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې خپله کاندیدي اعلان کړې ده.

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف په استازیتوب احمد ضیا مسعود په دې وروستیو کې ویلي چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندید په توګه د دغه ائتلاف د غړو یو لېست چمتو شوی چې ډېر ژر به یې اعلان کړي.

نوموړي ویلي د دې ائتلاف په انتخاباتي ټکټ کې اته تنه یعنې ولسمشر او درې مرستیالان یې او صدراعظم له درېیو مرستیالانو سره یې شامل دي.

خو ولسي جرګې پر دې مسئلې انتقاد کړی او وایي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر باید دوه مرستیالان ولري.

دوی د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غوښتي چې دغه ډول ټکټونو ته دې اجازه نه ورکوي.

د همدې هڅو په لړ کې په دې وروستیو کې یو شمېر لوړ پوړو حکومتي مشرانو له خپلو دندو استعفا کړې چې لامل یې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې ګډون ګڼل کېږي.

د افغانستان تېر ولسمشريز انتخابات د درغلیو له ادعاوو سره مل وه چې له کبله یې داسې بن بست رامنځته شو چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري منځګړیتوب ته اړ شو او د ملي وحدت حکومت په جوړېدو موافقه وشوه.

XS
SM
MD
LG