ټاکل شوې سبا چهارشنبه افغانستان او پاکستان د ۱،۲ میلیونه هغو افغان کډوالو د برخلیک په اړه خبرې وکړي چې پرته له اسنادو په پاکستان کې مېشت دي.
په پاکستان کې د مېشت میلیونونه افغان کډوالو د برخلیک او وضعیت ارزولو په اړه سبا چهارشنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اسلاماباد کې بحث او خبرې کېږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلامالدین جرأت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د دغې ناستې له لارې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته دایمي حل لاره پیدا کړي.
ښاغلي جرأت وویل:
"دغه ناسته موږ سره مرسته کوي څو د هغو ۱،۲ میلیونه افغان کډوالو چې په پاکستان کې پرته له اسنادو او مدارکو ژوند کوي د هغوی د برخلیک په اړه پاکستان موږ سره په يو قانوني چوکاټ کې هوکړه وکړي، څو دغه افغانان هلته ژوند وکړي."
په دې اړه نور: له ترکیې را ایستل شوي افغان کډوال وایي، په بد اقتصادي او رواني وضعیت کې ديد ښاغلي جرأت په خبره، په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو ارزولو په اړه مقدماتي خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پيوستون د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې په کابل کې شوې وې چې دوهمه ناسته بهيې د چهارشنبې په ورځ په اسلاماباد کې وشي او د معینانو په کچه چارواکي به پهکې ګډون ولري.
که څه هم په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو په کراتو له دوی سره د پاکستاني پولیسو او حکومت لهخوا د ناوړه چلند له امله شکایت کړی، خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو په تړاو د پاکستان په سیاست کې نرمښت راغلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال شااوخوا دوه میليونه او شپږ لکه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې نږدې يو نیم میلیونیې قانوني اسناد لري او نور يې پرته له اسنادو په پاکستان کې مېشت دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په سلګونه زره هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې په کډوالۍ کې زېږېدلي دي، تابعيت ورکړل شي.
په دې اړه نور: د افغان کډوالو په اړه د عمران خان څرګندونې او د کارپوهانو وېشلي نظرونه!هغه په کراچۍ کې د هغو کسانو له اخراج سره مخالفت وښود چې په پاکستان کې لږ تر لږه ٤٠ کاله اوسېدلي دي.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې يا «یو. اېن. اېچ. سي. ار» ویاند نادر فرهاد تمه ښيي چې دغه ناسته په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو په هواري کې ګټوره تمام شي.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه:
"زه هیلهمند یم، دغه بحثونه که په دوه اړخیزه توګه هم ترسره کېږي، د درې واړو کټګوریو افغانانو چې هلته مېشت دي د هغوی د اوسېدو د ښه مدیریت او د ستونزو د هواري لپاره ښې پایلې ولري، هغه که د دوی د بېرته راستنېدو او يا هم هلته د اوسېدو په برخه کې وي."
ښاغلی فرهاد نورو هېوادونو ته د افغانانو د کډه کېدو عمده علتونه جګړه، بېوزلي، بېکاري او يو لړ ټولنيزې ستونزې یادې کړې.
نوموړی د پاکستان له حکومته غواړي چې د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ پهخپل هېواد کې له افغان کډوالو سره چلند وکړي او د ځورونې پر ځای ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
راپور: محمد واصل وصال