د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

له ترکیې را ایستل شوي افغان کډوال وایي، په بد اقتصادي او رواني وضعیت کې دي


يو شمېر هغه افغان مهاجرین چې په دې وروستیو کې له ترکیې کابل ته اخراج شوي، وايي چې له ناوړه اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ دي.

له ترکیې د افغان مهاجرینو د ایستلو په اړه د یو شمېر راپورونو له خپرېدو سره سم، يو شمېر دغه اخراج شوي مهاجرین وايي چې له ډېر ناوړه اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ دي او تر دې مهاله هېڅ يوې مرجع له دوی سره کومه مرسته نه‌ده کړې.

دوی د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د ناامنیو او بې‌کارۍ له امله اړ شول چې له غیر قانوني لارو ترکیې ته لاړ شي او هلته‌يې هم څو میاشتې په ډېرې سختۍ تېرې کړې او بالاخره له دغه هېواده وایستل شول.

له دې ډلې دوو تنو يې خپله کیسه داسې وکړه:

"حسیب‌الله یم، له ترکیې رایستل شوی یم، اوس اوزګار یم، په داسې حال کې چې له يوه کس نه مې زر ډالره او له بله مې ۴۳۵ ډالره پور کړل او لاړم، اوس چې بېرته راغلی یم، هغوی خپل پور غواړي، حکومت هم راسره کومه مرسته نه‌ده کړې."

"زما نوم وحیدالله دی، زه د ایران له لارې ترکیې ته لاړم، ۷ـ ۸ ورځې مې په لاره کې لوږه او تنده تېره کړه، خو نه هلته چا موږ سره مرسته وکړه او نه هم دلته، بېخي پورړوی پوروړی یم."

ترکیه هغه هېواد دی چې زیاتره افغانان‌یې له لارې اروپايي هېوادونو ته سفر کوي، خو دغه هېواد مهاجرین نه‌مني او د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په خبره، هغه افغانان چې ترکيې ته ځي، له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پيله تر دې مهاله له ایران، پاکستان، د اروپايي اتحاديې له هېوادونو او ترکیې ۷۵۳۲۲ تنه افغانان را ایستل کړل شوي دي.

خو د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي چې په را ایستل شويو کسانو کې ۲۵ زره‌یې يوازې له ترکیې دي چې د تېرو کلونو په پرتله، دغه شمېر ډېر لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د داوطلبانه راستېدونکو د پروګرام مسؤل مسعود احمدي هم مني چې له ترکيې په اجباري ډول د افغان مهاجرینو د ایستلو شمېر څو برابره زیات شوی دی.

مسعود احمدي
مسعود احمدي

نوموړی وايي، دغه سازمان ایستل شویو مهاجرینو ته يو لړ مرستې لکه د اوسېدو ځای، د لارې لګښت او روغتيايي اسانتیاوې برابرې کړې دي.

بل‌خوا د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو د وزارت ویاند اسلام‌الدین جرأت وايي، له ترکیې حکومت سره د يوې شوې هوکړې له مخې به په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزې هوارې شي.

اسلام‌الدین جرأت
اسلام‌الدین جرأت

دی وایي:

"د پنا غوښتونکو د چارو مرستیال ترکيې ته سفر درلود چې هلته موږ له ترکيې سره دې هوکړې ته ورسېدو چې د مهاجرینو لپاره يو روښانه چوکاټ جوړ کړو چې د دغه چوکاټ له مخې بیا د ترکیې حکومت د افغان مهاجرینو په تړاو له افغان حکومت سره مخته لاړ شي."

د ښاغلي جرأت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په ترکیه کې ۱۲۰ زره افغانان مېشت دي.

نا امني، بې‌کاري او فقر هغه عمده عوامل دي چې له امله‌یې افغانان اړ کېږي چې نورو هېوادونو ته مهاجرت وکړي.

را ایستل شوي افغانان وايي، که په هېواد کې نا امني او بې‌کاري نه‌وي، هېڅکله به زړه ښه نه‌کړي چې په غیر قانوني او خطرناکو لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG