د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیرسره د تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي د قضیې په اړه چې ګومان کېږي دوه اوونۍ مخکې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی، خبرې وکړې.
خاشقجي چې په امریکا کې اوسي او د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدینو دی، دوه اوونۍ مخکې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و چې له پخوانۍ مېرمنې د طلاق سندونه لاسلیک او له نوې ترکۍ ملګرې سره د وادوه کولو لپاره اسنادونه ترلاسه کړي.
د ترکیې چارواکي وایي، صوتي او ویډیویي شواهد په لاس کې لري چې هغه د قونسلګرۍ دننه وژل شوي خو ریاض دغه ادعا ردکړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل چې د سعودي پاچا سلمان ورته ډاډ ور کړی چې دې د دغه خبریال د ورکېدو د پېښې په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د ټرمپ په وینا دی داسې ګومان کوي چې خاشقجي به د یاغي قاتلانو له خوا وژل شوی وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د دغې قضیې د سپیناوي لټه کوي، د سعودي له پاچا سره له کتنې وروسته یې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجوبیر سره وکتل او ټاکل شوې چې له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ماښامنۍ وخوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیال سره
د سعودي له پاچا او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د مایک پامپیو د خبرو جزئیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې پامپیو د سعودي عربستان له پاچا څخه د هغې ژمنې په خاطر مننه وکړه چې د خاشقجي د تري تم کېدو په اړه د رښتنې او شفافې څېړنې په اړه یې کړې ده.
په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پولیسو پرون د سعودي د قونسلګرۍ دننه د زهرجنو موادو لټون وکړ.
د ترکیې رسنیو د اردغان په حواله ویلي چې هغه د خپل ګوند پارلماني غړو ته په وینا کې وویل چې د ودانۍ دننه د زهرجن ګازو په شمول د ډېرو شیانو په اړه پلټنه وشوه او دغه مواد د وسایلو د بیارنګولو په ذریعه له منځه وړل شوي دي.
پامپیو ښایي وروسته ترکیې ته هم ولاړ شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې نن وویل چې پولیس به نن په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته بیا ننوځي چې د تېرې ورځې د پلټنو په دوام د جمال خاشقجي د احتمالي وژل کېدو په اړه نښې نښاني ومومي.
رویترز خبري آژانس وایي چې د ترکیې د پولیسو د مستنطقینو یوې لس کسیزې ډلې پرون شاوخوا نهه ساعته د قونسلګرۍ دننه پلټنې ترسره کړې.
په ترکیه کې د سعودي قونسلګري
تر اوسه د دغو پلټونو نتیجه له رسنیو سره نه ده شریکه شوې خو مخکې ترکي چارواکو ویلي چې پلټونکي د خاشقجي د DNA په نښو پسې ګرځي.
په عین حال کې امریکایي رسنیو د سعودي عربستان د سرچینو په حواله ویلي چې دا هېواد دې ته تیاری نیسي چې ووايي جمال خاشقجي د تحقیقاتو په جریان کې سهواً وژل شوی دی.
CNN ټلوېزیون د دوسرچینو په حواله وویل چې سعودي عربستان د خاشقجي د قضیې په اړه یوه رپوټ برابرولو ته تیاری نیسي چې په هغه کې به پردې اعتراف کېږي چې نوموړی د پوښتنو ګرویږنو په جریان کې سهواً وژل شوی دی.
د CNN یوې سرچینې ویلي چې پردغه رپوټ تراوسه کار کېږي او کېدای شي محتوا یې بدله شي.
یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې ښایي د دې رپوټ په نتیجه کې وویل شي چې له خاشقجي څخه دغه تحقیقات له اجازې پرته ترسره شوي او هغه کسان به چې دا کار یې ترسره کړی، مسول وبلل شي.
امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغو کسانو په حواله چې له دغې قضیې خبر دي، ویلي چې سعودي عربستان دا مسله څېړي چې که و وایي چې خاشقجي د یاغي عملیاتو یعنې له اجازې پرته عملیاتو په نتیجه کې د تحقیقاتو په ترڅ کې سهواً وژل شوی دی.
د CNN په څېر دې ورځپاڼې هم ویلي چې په دې اړه رپوټ تراوسه نهایي شوی نه دی.
د ترکیې د انادولو دولتي خبري آژانس وویل چې مایک پامپیو به د ریاض له کتنې وروسته د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره وګوري.
پخواني معلومات
امریکایي رسنیو د سعودي عربستان د سرچینو په حواله ویلي چې دا هېواد دې ته تیاری نیسي چې ووايي، جمال خاشقجي د تحقیقاتو په جریان کې سهواً وژل شوی دی.
«CNN» ټلوېزیون د دوو سرچینو په حواله وویل چې سعودي عربستان د خاشقجي د قضیې په اړه یوه رپوټ برابرولو ته تیاری نیسي چې په هغه کې به پر دې اعتراف کېږي چې نوموړی د پوښتنو ګروېږنو په جریان کې سهواً وژل شوی دی.
په دې اړه نور: د خاشقجي د قضیې په تړاو ګډ پلټونکي ټیم د سعودي قونسلګرۍ دننه پلټنه کويد «CNN» یوې سرچینې ویلي چې پر دغه رپوټ تر اوسه کار کېږي او کیدای شي محتوا یې بدله شي.
یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې ښایي د دې رپوټ په نتیجه کې وویل شي چې له خاشقجي څخه دغه تحقیقات له اجازې پرته ترسره شوي او هغه کسان به چې دا کار یې ترسره کړی، مسوول وبلل شي.
په ترکیه کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ
امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغو کسانو په حواله چې له دغې قضیې خبر دي، ویلي چې سعودي عربستان دا مسئله څېړي چې که ووایي چې خاشقجي د یاغي عملیاتو یعنې له اجازې پرته عملیاتو په نتیجه کې د تحقیقاتو په ترڅ کې سهواً وژل شوی دی.
په دې اړه نور: ډونالد ټرمپ د سعودي پاچا سره د خبریال خاشقجي په اړه خبرې کړيد «CNN» په څېر دې ورځپاڼې هم ویلي چې پهدې اړه رپوټ تراوسه نهایي شوی نهدی.
په عین حال کې د ترکیې پلټونکي چې پرون د کنسولګرۍ ودانۍ ته ننوتي وو، له ودانۍ بېرته وتلي دي.
رویټرز خبري اژانس وایي چې د ترکیې د پولیسو د مستنطقینو یوې لس کسیزې ډلې شاوخوا نهه ساعته د کنسولګرۍ دننه پلټنې ترسره کړي.
تر اوسه د دغو پلټونو نتیجه له رسنیو سره نهده شریکه شوې، خو مخکې ترکي چارواکو ویلي چې پلټونکي د خاشقجي د «DNA» په نښو پسې ګرځي.
په کنسولګرۍ کې دننه اخیستل شوي تصویرونه
ترکي رسنیو له دې مخکې ویلي چې ځینې صوتي او ویډیویي شواهد په لاس کې لري چې ثابتوي خاشقجي د کنسولګرۍ د ودانۍ دننه وژل شوی، خو ریاض تر اوسه پورې دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هغه له کنسولګری وتلی دی.
عربستان پردې غورکوي چې د دې هېواد د تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي پر مړینې اعتراف وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وروسته له هغې چې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره یې د سعودي د تري تم شوي خبریال د قضیې په اړه خبرې وکړې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته یې وویل چې سمدستي عربستان او د اړتیا په صورت کې د ترکیې په ګډون نورو ځایونو ته ولاړ شي، څو دغه قضیه روښانه شي او هېڅ اړخ یې پټ پاتې نهشي.
په دې اړه نور: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسېدټرمپ وویل، د سعودي پاچا ورته ویلي چې د خاشقجي د تري تم کېدو د پېښې په اړه هېڅ معلومات نهلري.
د ټرمپ په وینا دی داسې ګومان کوي چې هغه ښایي د یاغي قاتلانو لهخوا وژل شوی وي.
د ترکیې د انادولو دولتي خبري اژانس وویل چې مایک پامپیو به د ریاض له کتنې وروسته د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولوت چاوش اوغلو سره وګوري. د راپورونو له مخې پامپیو ریاض ته رسېدلی.