د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د خاشقجي د قضیې په تړاو ګډ پلټونکي ټیم د سعودي قونسلګرۍ دننه پلټنه کوي

د پلټونکو یوه ټیم چې د ترکیې چارواکي هغه د سعودي عربستان او د ترکیې ګډ ټیم بولي پرون په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه پلټنې پیل کړي.

د اسوشیټېد پرس خبري اژانس د راپور له مخې دغه ټیم هغو خبریالانو ته چې د قونسلګرۍ د ودانۍ مخې ته چې له څو ورځو راهیسې ولاړ دي له خبرو کولو ډډه وکړه او مستقیم د قونسلګرۍ ودانۍ ته ننوتل.

تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د دغه پلټونکي ټیم په ترکیب کې څوک شامل دي، خو د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې پلټونکي د سعودي د تري تم شوي خبریال جمال خاشقجي د « DNA» په نښو پسې ګرځي.

د ترکیې چارواکو ویلي چې هغه د اکټوبر په دوهمه د قونسلګرۍ دننه وژل شوی دی، خو د سعودي عربستان چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د دغه پلټونکي ټیم په ترکیب کې څوک شامل دي.
تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د دغه پلټونکي ټیم په ترکیب کې څوک شامل دي.

خاشقجي چې د سعودي د پاچا د زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدینو دی، د اکټوبر له دوهمې راهیسې یې مړی او ژوندی نه‌دی لیدل شوی.

د خاشقجي د قضیې په تړاو پر سعودې عربستان د نړیوالو فشارونو له مخې ښایي ریاض دې کارته غاړه ایښي وي.

​د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې دا ډول پلټنه یوه عادي پلټنه نه‌ده ځکه د ویانا د کنوانسیون له مخې په بهر کې د یوه هېواد سفارت یا قونسلګرۍ د هماغه هېواد خاوره بلل کېږي او کوربه هېواد له اجازې پرته په‌کې پلټنې نه‌شي ترسره کولای.

د خاشقجي د قضیې په تړاو پر سعودې عربستان د نړیوالو فشارونو له مخې ښایي ریاض دې کارته غاړه ایښي وي.

خاشقجي چې د سعودي د پاچا د زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدینو دی، د اکټوبر له دوهمې راهیسې یې مړی او ژوندی نه‌دی لیدل شوی.
خاشقجي چې د سعودي د پاچا د زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدینو دی، د اکټوبر له دوهمې راهیسې یې مړی او ژوندی نه‌دی لیدل شوی.

د اسوشیټېد پرس په وینا تر اوسه نه‌ده روښانه چې ایا پلټونکي به داسې شواهد چې د خاشقجي د وژل کېدو ادعا ثابته کړي ومومي او کنه؟ ځکه د اکټوبر له دوهمې راهیسې خبریالان ویني چې د پاک‌کارۍ عمله هره ورځ له وسایلو او د کثافاتو له کڅوړو سره له دې ودانۍ راوځي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې که دا ثابته شي چې سعودي عربستان د خاشقجي په قتل کې لاس لري، سعودي ته به سخته سزا ورکړل شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل چې په دې اړه‌یې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې.

ښاغلی ټرمپ وايي:

"ما د سعودي عربستان له پاچا سره خبرې وکړې او هغه راته وویل چې دی په دې اړه چې د خپل د سعودي عربستان له تبعه سره‌یې څه پېښ شوي خبر نه‌دی. ما ترې پوښتنه وکړه او هغه په کلکه رد کړه."

ولسمشر ټرمپ: ښایي د خاشقجي په ورکېدو کې یاغي قاتلان لاس ولري​.

​ولسمشر ټرمپ وایي، ښایي د خاشقجي په ورکېدو کې یاغي قاتلان لاس ولري.

ولسمشر ټرمپ دغه‌راز وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته‌یې ویلي چې سمدستي سعودي عربستان یا د اړتیا په صورت کې نورو ځایونو لکه ترکیې ته ولاړ شي او د دغې قضیې په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG