په داسې حال کې چې د پروموټ پروژې په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي خو د دغې پروژې د ښځې په حکومت کې د برخې مسؤلین وايي تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې د پورموټ پروژې ته دوام ورکوي.
د دغې پروژې د همغږۍ د برخې مسؤلې لیلا رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ د تلې ۱۸» په یوه خبري غونډه کې دا پروژه بریالۍ وګڼله ویېویل چې د دغې پروژې څخه ګټه اخیستونکو ښه مهارتونه زده کړي دي.
نوموړې وايي، له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته د پروژې د نه دوام په صورت کې ټولې پالېسۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې ته سپاري.
نوموړې زیاته کړه:
"موږ د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو له کمېسیون سره نږدې کار کوو چې له ۲۰۲۰ کال وروسته د دغه پروګرام شامل ټول موارد دوی ته وسپارو او موږ هیلهمند یو چې دغې پروژې ته به دوام ورکړي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې یا سیګار شااوخوا درې اوونۍ وړاندې راپور خپور کړ چې د افغان مېرمنو لپاره د پروموټ پر پروژه ۹۰ میلیونه ډالر لګېدلي، خو هدف نهدی تر لاسه شوی او ناکامه وه.
په دې اړه نور:
وال سټریټ ژورنال:د افغان ښځو د توانمندۍ پروګرام خپل هدف ته نه دی رسیدلید سیګار راپور په یوه ځانګړې برخه کې یوازې د ۵۵ افغان مېرمنو له استخدامه ویل شوي، خو له دې سرهيې هم یادونه کړې چې دا معلومه نهده چې دا اقدام د دغه پروګرام له مخې شوی کنه؟
سیګار اندېښنه څرګنده کړې چې له دې نتیجې سره په تېرو درېیو کلونو کې د دغې پروژې ۸۹ میلیونه ډالره مصرف شوي دي.
د پروموټ پروژې مسؤلینو د سیګار د دغه راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ويېویل چې د زدهکړو د یوه کلن پروګرام له لارې يې ۳۹۰۱ تنه جذب کړي او تر اوسه د ۱۵۸۳ تنه فارغینو څخه ۳۱۳ تنه په دولتي ادارو کې په کار ګمارل شوي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې لهخوا دغې پروژې ته ۲۸۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي او هدف دا دی چې ۷۵ زره افغان مېرمنو سره د کارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.
دا پروژه څلور برخې لري:
- ښځې په رهبری کې
- د ښځو ګډون په حکومت کې
- د ښځو ګډون په مدني ټولنو کې
- د ښځو ګډون په اقتصاد کې
بلخوا د مشرانو جرګې د اقتصاد کمیسېون ځيني غړي وايي دغې پروژې څه اغېز نهدی کړی او د دوام په صورت کې يې باید نوې او ګټورې عملي لارې ولټول شي.
افغان مېرمنې
د دغه کمیسېون مرستیالې صالحې مهرزاد وویل:
"کله چې دا پروژه پیل شوه زیاتې هیلهمندۍ وې، خو لکه څنګه چې لازمه وه داسې نتیجهيې نهده ورکړې او په لیرې پرتو سیمو کې مېرمنو ته هېڅ کار نهدی شوی."
نوموړې ټینګار کوي چې له دغې پروژې څخه باید هر اړخیزه څارنه وشي او که د عملي کېدو په صورت کې يې د افغان مېرمنو اړتیاوې په پام کې ونهنیول شي لکه د تېر په څېر به په راتلونکي کې هم اغېز ونهلري.
راپور: یوسف خان ځدراڼ