د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۵

ماندګار: د ښځو د توانمندۍ لوړولو لپاره پروموټ پروژه ناکامه ده

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطلبو تر څنګ په افغانستان کې د ښځو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د پراختیايي پروژې پروموټ د ناکامۍ په اړه یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې د افغان ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د امریکا سلګونه ډالره مرسته حیف او میل شوې دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د سر مفتش ځانګړې ادارې ویلي چې ۲۸۰ میلیونه ډالره چې د افغان ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړې شوې وې حیف او میل شوې دي.

ورځپاڼې د نیو یارک ټایمز او او افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش جان سپکو په حواله لیکلي چې دغه اندازه پیسې تر ۲۰۲۲مېلادي کاله پورې د ۷۵۰۰۰ ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړې شوې وې چې د پروموټ پروژې د یو شمېر کارکوونکو له خوا حیف او میل شوې دي.

د مطلب په دوام لیکلي شوي چې جان سپکو ویلي په دې برخه کې هیڅ د پام وړ فعالیت نه ترسترګو کېږي.

جان سپکو
جان سپکو

ماندګار:

ماندګار خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې دغه پروژه ناکامه بللې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د سر مفتش ځانګړې ادارې ویلي چې د افغان ښځو لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې دا ابتکاري پروژه ناکامه ده او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې بې ځایه لګېدلې دي.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې د دغې پروژې له پیل راهیسې تر اوسه ۸۵ میلیونه ډالره مصرف شوې چې لاسته راوړنه یې یوازې ښو دندو ته د۵۵ میرمنو رسول ښودل شوي دي.

په مطلب کې د دغې پروژې په اړه د جان سپکو په حواله راغلي چې، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په دې برخه کې اضافه ګويي کړې او د امریکا او افغانستان خلکو ته یې درواغ ویلي دي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې، د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني ویلي چې د دې پیسو ډېره برخه په اداري کارونو لګېدلې ده.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو په خپل یو مطلب لیکلي دي.

ورځپاڼې لیکلي دا پروژه ۵ کاله مخکې پیل شوه، او په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره یوه لویه پروژه ګڼل شوې چې ټاکل شوې وه د لسګونو زرو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي خو په مطلب کې د افغانستان لپاره د امریکا د سرمفتش په حواله راغلي چې دا اوس ښځو ته له یو رونیز پروګرام پرته بل څه نه دي او موثریت یې هم نه دی معلوم.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG