د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۹

زهره یوسف: د پروموټ پروژې د پاتې راتلو لوی لامل خپله پروموټ اداره ده


د افغانستان د لومړۍ مېرمنې دفتر وايي، د افغان ښځو د وړتیاوو لوړولو پروګرام د ښه والي لپاره پروموټ ادارې د دوی وړاندیزونه په پام کې نه دي نیولي.

دغه دفتر وايي، د یاد پروګرام د نه بریالیتوب لوی لامل دا دی چې له پروژې سمه څارنه نه ده شوې.

د لومړۍ مېرمنې د دفتر مطبوعاتي سلاکارې او د عامه اړیکو مشرې زهره یوسف د شنبې به ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پروموټ پروژې په اړه د سیګار وروستی راپور تائید کړ او په یاده پروژه کې یې د شته ستونزو او عواملو په تړاو داسې وویل:

"په یقیني ډول کوم راپور چې سیګار خپور کړی دقیق او پرځای دی، دغه پروګرام بریالی نه و، عوامل یې هم دا دي چې کوم کسان د دې پروګرام له لارې روزل شوي وو د کار امکانات ورته برابر نشو، پروژه یوازې د دولسم ټولګي فارغانو ته منحصره شوه او همدارنګه په خواشینۍ سره کومې پروژې چې افغانستان ته راځې ترې څارنه نه کېږي او تر ډېره د زورواکو لاس ته لوېږي."

مېرمن یوسف وویل، د دوی دفتر یوازې د مشورې ورکولو حق درلود چې پروموټ ادارې د دوی سپارښتنې هم نه دي منلي.

د دغې پروژې لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې ۲۸۰میلیونه ډالر ځانګړي کړي و او هدف یې دا وو چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او هم د ښځینه سوداګرو د پیاوړي کولو ترڅنګ دوی دې ته وهڅوي چې په خپله سوداګریزې چارې پیل کړي.

خو په هغه څېړنیز راپور کې چې سیګار په دې وروستیو کې خپور کړی د دغې پروژې د یوې مشخصې نتیجې په توګه پر ښو کارونو د ۵۵ افغان مېرمنو د ګمارلو یادونه شوې، خو دا هم ویل شوي چې دا هم لاکره نه ده چې دا کار دې د همدې پروګرام له برکته شوی وي.

د سیګار په دې نوي راپور کې اندېښنه څرګنده شوې چې په تېرو دریو کلونو کې چې دغه پروژه پیل شوې، د مصرف شویو ۸۹ میلیونه ډالرو په سلو کې ۱۸یې د ټېکه دارانو درې امنیتي کمپنیو او له هېواده بهر اداري چارو ته بېلې شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان ښځو لپاره د پروموټ پروژې مسؤلینو نظر هم واخلو خو دوی په دې اړه ځواب ورنه کړ.

په ورته وخت کې یوشمېر ښځینه فعالانې هم د یادې پروژې په داشان ارزونې او نه موثریت اندېښمنې دي.

مدني فعاله فرزانه کوچۍ په دې اړه وايي:

"په خواشینۍ سره چې دغه پروژه څومره چې ترې تمه کېده د افغان ښځو په ژوند کې هومره اغېزمنه نه وه، پروګرامونه یې تر ډېره ښارونو ته متمرکزه وو، لرو پرتو سېمو او ولایتونو ته هېڅ پام ونه شو او بله مسئله داده چې شفافیت، حساب دهي او دقیقه څارنه ترې ونه شوه."

نوموړې ټينګار کوي که چېري له یادې پروژې دقیقه او هر اړخیزه څارنه ونه شي او د پلې کېدو په برخه کې یې د افغان مېرمنو اړتیاوې په پام کې ونه نیول شي د تېر په څېر به په راتلونکي کې هم دا او ورته نورې پروژې کوم خاص اغېز او موثریت ونه لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG