د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

په کابل کې د زرګونو ښځینه قراردادي ښوونکو د وړتیا لوړونې روزنیز پروګرام پيل شو


افغان ښځينه ښوونکې- ارشیف
افغان ښځينه ښوونکې- ارشیف

په کابل کې د زرګونو ښځینه قراردادي ښوونکو د وړتیا لوړونې ملي روزنیز پروګرام پيل شو.

په کابل کې د افغان مېرمنو د وړتیا لوړولو يا پروموټ او د افغانستان د پوهنې وزارت په ګډې همکارۍ، د ۲۵۰۰ قراردادي ښځینه ښوونکو د ظرفیت لوړونې د ملي پروګرام پرانیسته وشوه.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ په کابل کې د دغه پروګرام د پرانیستې مراسمو ته وویل چې دا شان پروګرامونه د افغانستان د پوهنې او ښې راتلونکې لپاره ډېر مهم او اړین دي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"دغه پروګرام چې ابتدايي او ثانوي ښوونځي تر پوښښ لاندې نیسي، د ملي يووالي حکومت يې ملاتړ کوي او هیله لرو چې دغه پروګرام د پوهنې او روغتیا وزارت په همکارۍ په کامیابۍ سره ترسره شي چې په کاري چاپېریال، ورځني ژوند او کارموندنې په برخه کې اغېزمن واقع شي."

ښاغلي عبدالله وویل چې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول د افغانستان د ودې او پرمختګ بنسټ جوړوي چې د دې چارې د ترسره کولو لپاره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې يوازې د ثانوي دورې د زدکوونکو لپاره ۵۴ زرو ښوونکو ته اړتیا ده چې دغه وزارت يې له کمښت سره مخ دی.

د دغه وزارت په خبره، تر ټولو جدي ستونزه یې د مسلکي ښځینه ښوونکو کموالی دی.

د ښځینه ښوونکو دا ملي پروګرام په داسې حال کې د پروموټ پروژې په اقتصادي همکارۍ پېلېږي چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش يا سیګار د پروموټ پروژه په افغانستان کې ناکامه بللې.

سیګار دا هم ویلي چې د دغې پروژې پیسې بې ‌ځایه مصرف شوي او لاسته راوړنه‌ یې یوازې ښو دندو ته د ۵۵ مېرمنو رسول ښودل شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې د جندر د برخې مشرې سوسن ډي کېمپ چې په يادو مراسمو کې یې ګډون درلود، د افغانستان د ښوونې روزنې د کیفیت لوړولو او د ښځینه ښوونکو د مهارتونو د لوړونې په برخه کې یې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

اغلې سوسن کېمپ وویل:

"دا يوه ښه موقع ده چې د ښځو د ظرفیت لوړونې لپاره کار وشي، ځکه حکومت ۱۹ زره کاري بستونه اعلان کړي دي، موږ ډاډه یوو چې دغه روزل شوي او تعلیم يافته ښځې به په بېلابېلو برخو کې له خپل حکومت سره مرستې کوي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست که څه هم په ټول هېواد کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه مني، خو وايي چې د ورته پروګرامونو له لارې کېدلای شي چې په اوږد مهال کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه او هغه اهداف چې دوی ټاکلي، ورته ورسېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG