په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي لاهم د دغې پروسې د امنیت په اړه جدي اندېښنې مطرح کېږي.
فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ تازه په هلمند کې د یوه نوماند وژنې ته په اشارې سره وايي چې د انتخاباتو د امنیت په برخه کې جدي ستونزو دوی اندېښمن کړي دي.
د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وویل:
"وروستۍ پېښې دا موضوع روښانه کوي چې د نوماندانو د خوندیتوب لپاره منظمې امنیتي برنامې نهدي جوړې شوي او یا هم د نوماندانو او امنیتي بنسټونو ترمنځ لازمه همغږي نهشته، دغه تشه کولای شي چې د انتخاباتو په پروسې بد اغېز وکړي او خلک په انتخاباتو کې له ګډونه راوګرځوي."
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ په هلمند کې د ولسي جرګې لپاره د نوماند صالح محمد اڅکزي پر کمپایني غونډه د برید له کبله په خپله د اڅکزي په ګډون ۹ تنه ووژل شول.
په دې اړه نور: انتحاري حملې په هلمند کې د یوه کاندید په ګډون ۸ تنه وژليتر دې وړاندې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د ولسي جرګې اته نوماندان د نامعلومو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو خبرداری ورکړ چې د میزان پر ۲۸مه به د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ، پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.
وسلهوالو طالبانو ویلي، ملکي خلکو ته به د زیان د رسېدو مخه ونیسي، خو هغه کسان به په نښه کړي چې د دغو انتخاباتو کامیابولو او د امنیت خوندیتوب ته هڅې کوي.
له دې ټولو سره سره د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتو او نوماندانو د امنیت د خوندیتوب په اړه د ځانګړو پراګرمونو د عملي کېدو ژمنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په ټول افغانستان کې پولیسو د نوماندانو د خوندیتوب جدي سپارښتنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"په ټول افغانستان کې پولیسو ته وظیفه ورکړل شوې چې په ټول توان د نوماندانو او د دوی د کمپایني غونډو امنیت تأمین کړي، له نوماندانو هم غوښتنه کوو چې د خپلو غونډو په اړه دې موږ په جریان کې پرېږدي."
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هم وايي، دفاع وزارت د انتخاباتو د امنیت لپاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ټول افغانستان کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان دفاع وزارت ټولو ولایتونو ته د هوا له لارې حساس ټاکنیز مواد انتقال کړل او موږ به د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړو."
که څه هم امنیتي بنسټونه د انتخاباتو او نوماندانو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکوي، خو ځیني پوځي کارپوهان د انتخاباتو په تړاو د طالبانو وروستي ګواښ او نا امنیو ته په اشارې سره دغه بهیر له ننګونو سره مخامخ بولي.
د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، افغانان باید له خپلو امنیتي بنسټونو سره په همکارۍ د انتخاباتو پروسه چې یوه ملي پروسه ده بریالۍ کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس