د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، له وسلهوالو طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې هېله بخښونکي دي.
عزیز الله دین محمد که څه هم د دغې شورا د مرستیال عطاءالرحمن سلیم څرګندونې د هغه شخصي نظر ګڼي؛ خو وايي، د سولې روانې خبرې اترې هېله بخښونکي دي.
ښاغلي دین محمد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"اصلاً د جګړې په حالت کې کله نا کله داسې څرګندونې مطرح کېږي، کله ورته تمه پیدا کېږي او کله هم تمه ورنه ختمېږي، زه د ښاغلي سلیم په نظر باندې نه پوهېږم، خو دومره ویلی شم چې د سولې نه مایوسه کېدل په کار نهدي او کوم څه چې د سولې شورا نظر دی هغه دا دی چې داسې به نهوي چې طالبان د سولې هېڅ پروګرام نهلري او موږ د سولې له ترسره کېدو مایوسه نه یو، هیله مو دا ده چې دا سوله به کېږي."
خو تردې وړاندې د سولې عالي شورا بل مرستیال عطاءالرحمن سلیم په یوه غونډه کې ویلي چې طالب مشران د سولې د ټينګښت لپاره هېڅ پروګرام نهلري.
په دې اړه نور: سولې ته تږی افغانستان، د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ لمانځيښاغلي سلیم دا هم ویلي چې وسلهوالو طالبانو تراوسه د سولې غږ نهدی پورته کړی او نهیې د افغانستان د خلکو، حکومت او د سولې د عالي شورا د سولې پیغامونو ته یې مثبت ځواب ویلی دی.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ښاغلي سلیم د یادو څرګندونو په اړه له نوموړي سره هم خبرې وکړي، خو د بیا- بیا هڅو با وجود یې هم زمونږ اړیکه ځواب نهکړه.
سولې ته د طالبانو د نه تمایل په تړاو د سولې عالي شورا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغان حکومت تر دې مخکې په کور دننه او بهر د سولې په تړاو ناستې جوړې کړي دي، خو د افغان کارپوهانو په وینا کومه مثبته نتیجه نهده ورکړې.
وسلهوال طالبان د سولې په خبرو اترو کې استقلالیت نهلري.
د وروستیو هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د مسکو غونډه رابلل شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معین نصیر احمد اندیشه په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوی له دې امله مسکو ته سفر کړی.
په دې اړه نور: نیوزویک مجله: د افغان سولې په اړه غونډه امریکا نه، روسیې رابللېد افغانستان د سولې لپاره مسکو غونډې ته د تیارۍ رسمي بهیر د جمعې په ورځ پیل شو، خو تر اوسه د دې غونډې دقیقه نېټه نهده ټاکل شوې.
که څه هم تراوسه له روسي چارواکو سره د دغه پلاوي د خبرو اترو په اړه له رسنیو سره معلومات نهدي شریک شوي، خو د سولې عالي شورا یې پایلو ته خوشبینه ده.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان بیا د سولې عالي شورا د چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي، وسلهوال طالبان د سولې په خبرو اترو کې استقلالیت نهلري او هغه کار کوي چې یو شمېر ملاتړي هېوادونه یې غواړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وايي:
"په خواشینۍ سره چې وسلهوال طالبان په خپل واک کې نهدي او هغه څه چې د نورو هېوادونو لهخوا زموږ په ګاونډ کې ورته لاښوونه کېږي، هغه عملي کوي او دا ښکاره خبره ده تر کومه چې دغه ملاتړي هېوادونه قانع شوي نهوي دوی خپله پرېکړه نهشي کولی."
ښاغلی صافی وايي، له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره حللاره دا ده چې افغان حکومت باید د نړېوالې ډيپلوماسۍ له لارې په لوړه کچه پر ګاونډيو هېوادونو فشار راولي چې وسلهوال طالبان د سولې خبرو کښنوي.
راپور: ناجیه ساپۍ