د لیسبوس ټاپو او لیبیايي کډوالو خراب وضعیت اندېښنې پیدا کړي

په یونان کې د کډوالو لوی کمپ موریا او هم د لیبیا د کډوالو یو توقیف ځای له هغو مواردو دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر خیریه ادارې د ژوند د سختو شرایطو له کبله‌یې انتقادونه کوي.

موریا کمپ د یونان په لیسبوس ټاپو کې موقعیت لري چې د ۳۱۰۰ کسانو د اوسېدو ظرفیت لري، خو اوس په‌کې تر ۹۰۰۰ ډېر کډوال اوسېږي.

دغه کډوال له افغانستان، سوریې، عراق او نورو افریقایي هېوادونو ورغلي دي.

د کډوالو د شمېر د ډېروالي له کبله خیریه ټولنې پر اروپایي مشرانو انتقاد کوي چې د کډوالو د بحران د هواري لپاره‌یې داسې اقدامات کړي چې بشري بحران‌یې رامنځته کړی دی.

په یونان کې د افغانانو د ټولنې مشر زلمي پښتون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یوازې تېره اوونۍ ۶۰۰ نور کډوال په دغه کمپ کې ځای پر ځای شول چې د بېلابېلو هېوادونو دي.

خو د ښاغلي پښتون په خبره د وتلو اندازه ډېره کمه ده.

په یوانان کې پناه غوښتونکي

په ټوله کې د کډوالۍ د بحران د هواري لپاره د اروپایي هېوادونو حل لارې داسې حالت رامنځته کړی چې ملګري ملتونه او نورې ادارې یې بشري ناورین یادوي.

ملګري ملتونه وایي، هغه نارینه او ښځې چې له خپلو هېوادونو څخه د جګړو له خطره تښتېدلي دي، د یونان په موریا کمپ کې د قاچاق او ناوړه ګټه اخیستنې خطرونو ایسار کړي دي.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د موریا کمپ او په لیبیا کې د خطرناکو کډوالو لپاره توقیف‌ځایونه هغه بېلګې دي چې د ملګرو ملتونو په باور کېدای شي اروپا ته د پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنیوي په برخه کې د اروپایي مشرانو یوه ناکامه تګلاره وګڼل شي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې که څه هم د اوبو له لارې اروپا ته د ورغلو کسان شمېر سږ کال کم شوی دی، خو له دې لارې هر سفر د مرګ او یا توقیف خطرونه ورسره ډېر دي.

د راپور له مخې روان کال ۱۷۰۰ کسان له مدیترانې څخه د تېرېدو پر مهال مړه شوي دي.

د مدیترانې په مرکز کې اروپایي هېوادونو د کډوالو ژغورونکي ډلې ګمارلي چې هغوی د لیبیا سواحلو ته بوځي.

روان کال د دغو ډلو له‌خوا د ۱۳۰۰۰ کډوالو کښتۍ راګرځول شوي چې هغوی توقیف ځایونو ته انتقال شوي دي.

په دغو توقیف ځایونو کې هم کډوال د ځای، خوړو او نورو امکاناتو له کموالي سره مخامخ دي.

په لیبیا کې د توقیف شویو کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېږي، خو زرګونه نور یې ویل کېږي په نورو کورونو او ودانیو کې ساتل کېږي چې د راپورونو له مخې له جنسي استفادې، مرییتوب او نورو ستونزو سره مخامخ دي.

روانه میاشت ملګرو ملتونو د اروپا پر هغې پالېسۍ انتقاد وکړ چې د لیبیا ساحلي ساتونکو ته‌یې د کډوالو په چارو کې د مداخلې اجازه ورکړې ده.

ملګري ملتونه وایي، دې کار داسې زمینه برابره کړې چې زرګونه کسان د ناوړه شرایطو لرونکو زندانونو سره مخامخ شي.

په ټوله کې په لیبیا او نایجیریا کې د ۵۶۰۰۰ کډوالو او پناه غوښتونکو نومونه له ملګرو ملتونو سره راجستر دي.

په ټوله کې هم په لیبیا او هم په یونان کې د کډوالو کمپونه او توقیف ځایونو ته ورځ په ورځ کسان وراضافه کېږي او د قضیو د ارزولو چارې یې میاشتې او کلونه وخت نیسي.

همدې شرایطو د کډوالو په روغتیایي او رواني حالت دومره اغېز کړی چې د بې‌پوله ډاکترانو د ټولنې په خبره د یونان په موریا کمپ کې یا ځانوژنې ته اماده شوي او یا یې په فکر کې لري.