د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د افغانستان غږ په نوم د بشرې مرستو یا د ځواب ورکولو ټولنیز مرکز پرانیستل شو


په کابل کې د افغانستان غږ په نوم د بشرې مرستو یا د ځواب ورکولو ټولنیز مرکز د ملګرو ملتونو د UNOPS ادارې له خوا پرانیستل شو.

د افغانستان غږ په نوم د دغه ټولنیز مرکز جوړول خلکو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې یو نوی ابتکار دی چې زیانمن شوي کسان کولای شي چې په وړیا ډول له دغه مرکز سره د مرستو په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

دغه مرکز د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملکتونو د UNOPS ادارې په وسیله په کابل کې د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو د وزیر په شتون کې پرانیستل شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او په دې هېواد کې د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لنز د دغه مرکز د کار د معلوماتو په اړه وویل:

"هر څوک کولاي شي چې د ټيلیفون له لارې بې له کوم لګښته۴۱۰ شمېره ډایله کړي او زمونږ له همکارانو سره اړیکه ونیسي، دا د بشري مرستو په برخه کې د ځواب ورکولو ښه مرکز دی، تاسو که ستونزه، وړاندیز او یا هم نیوکه لرئ، نو زمونږ له همکارانو سره په اړیکه کې شئ، مونږ ستاسي نظرونه او پوښتنې هم اورو."

ده د افغانستان تېر څلوېښت کلن ناورین ته هم په اشارې سره وویل چې دا هېواد له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ و، خو د وچکالۍ ستونزه هم افغانستان ګواښي.

دی وايي، دوی په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول، د کډوالو، د طبیعې پېښو د زیانمنو او هغو مېرمنو او ماشومانو سره چې د تاوتریخوالي له امله زیانمن شوي دي، مرستې کوي.

د راپورونو په اساس، د (یو. ان. پي. سي) د ځواب ورکولو ټولنیزه اداره په لومړي ځل د عراق په شمال کې جوړه شوه او د نړۍ په کچه دا دوهم مرکز دی چې په افغانستان کې فعالیت پیلوي، تر څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغه مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو دفترو د مسؤلینو سربېره، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر او د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت وزیر هم په کې برخه اخیستې وه او په خپلو خبرو کې يې د دې مرکز پرانيسته یو مهم او ښه اقدام یاد کړ.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د دغه مرکز د پرانيستې د هرکلي ترڅنګ د مرستو پر مهال د اړو او مستحقو خلکو پر پېژندنه ټینګار وکړ.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

ده وویل:

"کوم کسان چې دلته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي، مهمه خبره په کې د اړو او مستحقو خلکو پېژندنه ده، ترڅو د دې مرکز له لوري مرسته کوونکو ادارو ته ور وپېژندل شي، ځکه دلته ډېرې ستونزې شته، موږ اوس مهال د داخلي بې ځایه شویو له ستونزې سره مخ یوو، کله کله داسې هم کېږي چې خلک د بې ځایه شویو په نوم مراجعه کوي، خو په حقیقت کې هغوی د مرستو متسحق نه وي."

ښاغلي بلخې همدا شان د دغه مرکز او دولتي ادارو تر منځ په همغږۍ ټينګار وکړ او ویې ویل چې یاده اداره به خلکو ته ور وپېژندل شي، ځکه په وینا یې، تر څو د خلکو ستونزو ته په سم ډول رسېدنه وشي.

د افغانستان غږ دغه مرکز د افغانستان د بشري وجهي صندوق یا AHF، د اروپا بشر دوستانه مرستې او د ملکي خلکو د ساتنې ادارې یا ECHO، نړیوال غذايي پروګرام WFP او د ملګرو ملتونو د سازمان په مالي مرسته پرمخ وړل کېږي.

XS
SM
MD
LG