د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسلهوالو طالبانو نورو ترورېستي ډلو ته پهدغه هېواد کې د فعالیت زمینه مساعده کړې ده.
دفاع وزارت له واشنګټن څخه د خپرېدونکې ورځپاڼې «واشنګټن اېګزماینر» راپور ته په اشارې سره وايي چې پهدې هېواد کې نورې ترورېستي ډلې د وسلهوالو طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.
د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، په هغه صورت کې چې له وسلهوالو طالبانو سره سوله وشي نورې ترورېستي ډلې په ډېر ژر لهمنځه یوړل شي.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
ښاغلي جاوید پهدې اړه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» ازادي راډيو ته وویل:
"سوله یوازې له افغاني طالبانو سره کېږي، خو د القاعده، داعش او د نورو ترورېستي ډلو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه لري، که په هغه صورت کې بیا ګواښ موجود وي، پهدې اندازه به نهوي لکه اوس چې دی او دغه ټولو ترورېستي ډلو ته د فعالیت زمینه وسلهوالو طالبانو برابره کړې ده."
افغانستان کې طالبانو نورو ترورېستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې.
د «واشنګټن اېګزماینر» ورځپاڼې په خپل تازه خپور کړي راپور کې لیکلي دي چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې په صورت کې هم په افغانستان کې بشپړ امنیت نهشي ټینګېدای.
په دې اړه نور:
واشنګټن پوسټ: د ځمکې په کره کې د طالبانو ډېر ګرځول جوړجاړي ته ګټور نه ديدې ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې د داعش، القاعده، حقاني شبکې او د ازبکستان د نهضت اسلامي په ګډون ۲۱ نورې ترورېستي وسلهوالې ډلې فعالیت لري او کولای شي پهدې هېواد کې جدي ګواښونه رامنځته کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو افغان چارواکو هم له دې وړاندې ویلي چې پهدې هېواد کې له ۲۰ ډېرې ترورېستي ډلې فعالیت لري.
په دې اړه نور:
په افغانستان کې د القاعده شبکې د پياوړي کېدو په اړه اندېښنېدا پهداسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دي.
د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس بیا وايي چې د طالبانو سربېره نورې ترورېستي ډلې هم د افغانستان لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د ښاغلي سایس په خبره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو سربېره یو شمېر نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده.
نوموړی زیاتوي:
"له طالبانو سره سوله به په افغانستان کې جګړه کمه کړي، خو په بشپړ ډول د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید سیمهییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي که داسې کېږي، نو دغه لانجه به حل او د ترورېستي ډلو ګېلم به ټول شي."
سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري بیا وايي چې له افغان حکومت سره د مذاکرې اصلي لوری طالبان دي او نورې ډلې د سولې په خبرو کې نهدي شاملې.
که څه هم طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نهدي حاضر شوي، خو د مخامخ خبرو په اړه د سولې عالي شورا او خلکو هیلهمندي زیاته شوې ده.
راپور: اکرامالله اکرام