د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۸

دفاع وزارت: د ترهګرو ډلو پرضد مبارزه د افغان ځواکونو دنده ده

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار ولایت کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه د افغان ځواکونو دنده ده، نه ده د نورو تروریستي ډلو.

وروسته له دې چې د وسله والو طالبانو یوه مهم غړي په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د له مینځه وړلو لپاره د پراخو عملیاتو د پلان خبر ورکړ د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش او نورو تروریستي ډلو له مینځه وړل د افغان ځواکونه دنده ده.

په روانه اونۍ کې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې او شاوخوا ۲۵۰ جنګیالي او مشران یې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمدرادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمدرادمنش

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمدرادمنش آزادۍ راډیو ته وویل چې د طالبانو او داعش ترمینځ خپلمنځي اختلافونه شته خو دی زیاتوي چې د هېواد ملي، دفاعي ځواکونه به ټولې تروریستي ډلې بې توپیره په نښه کړي او له مینځه به یې یوسي:

"د افغانستان ملي اردو، د هېواد له ملي حاکمیت، ملي شتمنۍ او جغرافیې څخه دفاع کوي. د دهشتګرو ډلو ترمینځ چې هره موضوع وي، موږ د هغوی پرضد بې توپیره او علی السویه خپله مبارزه او عملیات سرته رسوو."

د طالبانو یوه مهم چارواکي افغان اسلامي آژانس ته ویلي دي چې دوی د داعش ډلې حرکات له پیله څارل خو وروسته له دې چې د ملکي وګړو پرضد د هغو جنایتونه اوج ته ورسیدل نو دوی د جدي اقدام پریکړه وکړه.

د راپورونو له مخې د داعش ډلې وسله وال اوس مهال د ننګرهار ولایت د شینوارو او همداراز د بټي کوټ او روداتو ولسوالیو په ځینو سیمو کې فعال دي.

په روانه اونۍ کې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې او شاوخوا ۲۵۰ جنګیالي او مشران یې افغان ځواکونو ته تسلیم شول
په روانه اونۍ کې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې او شاوخوا ۲۵۰ جنګیالي او مشران یې افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د طالبانو یوه چارواکي چې مخکې یې یادونه وشوه له افغان اسلامي آژانس سره په مرکه کې ادعا کړې چې په ننګرهار کې د داعش پرضد د عملیاتو لپاره یې پراخ پلان جوړ کړی او په دې ترڅ کې له کندهار، هلمند، ارزګان او نورو ولایتونو څخه د دوی سلګونه جنګیالي دې ولایت ته رسیدلي دي.

د دفاع وزارت ښاغلی رادمنش وايي چې په ګڼ شمیر سیمو کې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد پوځي عملیات روان دي:

"همدا اوس په افغانستان کې ۱۱ ځایه عملیات په ۱۰ ولایتونو کې دوام لري چې د افغانستان ملي حاکمیت او ملي شتمني او د هېواد د خلکو ژوند او مصوونیت تل په پوځي عملیاتو کې زموږ په لومړیتوب کې دي."

رادمنش : همدا اوس په افغانستان کې ۱۱ ځایه عملیات په ۱۰ ولایتونو کې دوام لري

داعش ډله په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې له پرله پسې ماتو وروسته په افغانستان کې راڅرګنده شوه. د دې ډلې وسله

والو د راپورونو له مخې لومړی په ارزګان کې او وروسته د ننګرهار ولایت په سرحدي ولسوالیو کې خپل فعالیت پیل کړ.

XS
SM
MD
LG