د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۲

ولسمشر غني : تروریستي حملې د افغانانو تر منځ مذهبي تفرقه نشي ايجادولای


ولسمشر محمد اشرف غني وايي: په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندي تروریستي حملې د افغانانو تر منځ مذهبي تفرقه نشي ايجادولای.

ولسمشر محمد اشرف غني په ګردېز کې پر خواجه حسن جومات حمله په سختو ټکو غندلې ده.

د جمعې په ماښام له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر دا حمله وحشيانه او د اسلام او انسانیت ضد بللې ده.

اعلاميه د ولسمشر له قوله ليکي چې دا ډول بريدونه نشي کولای افغان ولسونه له یو بل سره جلا کړي. په اعلاميه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې وايي:

"په ټوله اسلامي نړۍ کې د افغانانو مذهبي يووالی او زغم بې ساری دی چې همداسي به دوام وکړي."

په دغه حمله کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۹ کسان ووژل شول او ۸۱ کسان ټپيان شول.

ولسمشر غني : دا ډول بريدونه نشي کولای افغان ولسونه له یو بل سره جلا کړي

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د جمعې په ماخستن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پکتيا د طبيعي پيښو سره د مبارزې ریس سید علي شاه موسوي په دغه حمله کې له وژل شويو څخه دی. د ده په وينا په دغه حمله کې ډېری ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت

ويل کيږي حمله کوونکي د ښځو په کالو کې جومات ته ننوتل او د جومات ساتونکي يې برمته ونیول.

ښاغلی حسرت وايي ملي پولیسو د دغه جومات د خونديتوب په خاطر دوولس ځايي اوسېدونکي استخدام کړي او ګومارلي وو.

د همدې کلي له اوسېدونکو څخه- یاني د خواجه حسن له کلي دوولس کسان په ملي پولیسو کې د همدې جومات د خونديتوب لپاره استخدام شوي او ګومارل شوي وو. او زه فکر کوم چې د داسي یوه جومات د خوندیتوب لپاره دوولس کسان کافي دي.

بله خوا د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر ويلي چې د دې پيښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا يوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا يوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا يوناما هم د دې حملې په غندلو سره ويلي چې ملکيانو په نخښه کول هيڅ ډول توجيه نه لري او عاملین يې بايد عدالت ته وړاندي کړای شي.

طالبانو ويلي چې په دې حمله کې لاس نه لري او د دې راپور تر جوړېدو پوري کومې بلې ډلې د دې حملې مسئوليت نه دی منلی خو مخکې په کابل او هرات کې د شيعه ګانو پر جوماتونو او عبادتځایونو د داسي حملو مسئوليت داعش ډلې اخيستی.

XS
SM
MD
LG