د افغانستان د بيارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش اداره يا سيګار وايي، افغان امنيتي ځواکونه پر نورو سيمو په کنټرول کې پاتې راغلي دي.
دغې ادارې د افغانستان حکومت د اداري فساد په مخنيوي کې په ناغېړۍ تورن کړى دى.
د افغانستان د بيارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش د ادارې يا سيګار تازه راپور پر هغو جدي ستونزو تمرکز کوي چې له کلونو راهيسې يې په دغه هېواد کې د پرمختګ مخه نيولې ده.
دغه راپور د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د ستراتېژۍ تر اعلان يو کال وروسته خپور شوى دى.
سيګار ادارې د امريکا د عدليې وزارت يوه راپور ته اشاره کړې چې پهکې ويل شوي، د پراخې ناقانونۍ، کمزوري او ناکاره حکومت او د اداري فساد د ګڼو قضيو د تعقيب لپاره د سياسي ارادې د نشتوالي له کبله د افغانستان وضعيت کړکېچن دى.
د عدليې وزارت په راپور کې د اداري فساد په وړاندې د عدلي او قضايي مرکز د ستونزو يادونه هم شوې ده.
دغه مرکز په ٢٠١٦ میلادي کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا پرانيستل شو، څو د اداري فساد هغه لويې قضيې وڅېړي چې عالي رتبه دولتي چارواکي پهکې ښکېل دي.
د شفافيت نړيوال سازمان افغانستان په نړۍ کې په اداري فساد کې تر ټولو زيات ښکېل هېواد بللى او ويلي يې دي چې د پوځ په شمول تقريباً په هره اداره کې د اداري فساد پديدې نفوذ کړى دى.
سیګار: تقريباً په هره اداره کې د اداري فساد پديدې نفوذ کړى دى.
خو د افغانستان د بيارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش اداره يا سيګار وايي، د اداري فساد په وړاندې عدلي او قضايي مرکز د دې پر ځاى چې د اداري فساد لويې قضيې وڅېړي، زيات وختيې کوچنۍ قضيې څېړلي چې يوهيې د هرات د پاسپورټ په دفتر کې د اداري فساد قضيه وه او د دې ادارې دوه چارواکي د ٧٠ ډالرو په ارزښت د رشوت په اخيستلو تورن شول.
له کله چې دغه مرکز په کابل کې د اداري فساد د لويو قضيو په تړاو علني محاکمه پيل کړې، يوازې په روان کال کې يې درې پوليس تحقيق کوونکي ووژل شول، اوس د دغه مرکز کارکوونکي خپل ژوند ته د خطر احساس کوي.
سيګار ادارې ويلي، افغان امنيتي ځواکونه د مې مياشتې له نيمايي د جګړې په ډګر کې نهدي توانېدلي په هغو ولسواليو کې چې په کنټرول کې يې دي، د خپلې واکمنۍ او نفوذ ساحه پراخه کړي.
طالبان
حکومت پر هغومره خاوره کنټرول لري چې څه باندې يو کال مخکې يې درلود.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، وسلهوالو طالبانو پر ځينو سيمو خپل نفوذ او کنټرول بايللى، خو اوس زياتې ولسوالۍ داسې دي چې دواړه لوري ورباندې د کنټرول لپاره مبارزه کوي.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه چې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د اضافي اقداماتو لپارهيې پر پاکستان د فشار راوستلو او د افغانستان په مسئله کې د نورو سيمهييزو هېوادونو د دخالت غوښتنهیې کړې وه.
هدف دا ښوول شوى چې وسلهوال طالبان د ډيپلوماتيکو، پوځي او ټولنيزو فشارونو له لارې قانع کړاى شي چې دا جګړه نهشي ګټلى او بايد روغه وکړي.
په وروستيو اوونيو کې راپورونو ښوولې، سره له دې چې امريکا ټينګار کوي، د سولې پروسه به د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږي، امريکايي چارواکو د طالبانو له ځينو استازو سره کتلي دي.
د اژانس په حواله د کوچني اختر پر مهال دوه اړخيز اوربند په جګړه ځپلي افغانستان کې د سولې امکان ته هيلې زياتې کړې دي.