د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

نیویارک پوسټ: افغان سرتېرو ته روزنه ورکول امریکا له خطر سره مخ کوي


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په کندز کې د وسله‎والو طالبانو په حمله کې د ۱۳ پولیسو د وژلو په اړه لیکي:

دغه برید د دې ولایت د خان‎اباد ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې شوی چې د ولسوال په وینا یې یوازې یو پولیس له حملې روغ وتلی دی.

له دې یوه ورځ مخکې لږ تر لږه ۹ پولیس په غزني ولایت کې د طالبانو په برید کې وژل شوي وو.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه روانه میاشت د افغانستان په مختلفو سیمو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د پراخو بریدونو په لړ کې له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

  • نیویارک پوسټ

نیویارک پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې "افغان سرتېرو ته روزنه ورکول امریکا له ستر خطر سره مخامخ کوي"، په یوه تحلیلي مطلب کې لیکي:

واشنګټن د خامو طرحو یوه فابریکه ده.

د افغان سرتېرو لپاره په امریکا کې د پوځي روزنې پروګرام‌یې ښایي یوه وي.

د لیکوال په باور امریکا نه د روزونکو سرتېرو پر شمېر چې تر اوسه ۱۵۲ تنه‌یې له رخصتي پرته ورک شوي، کنټرول لري او نه‌هم توانېدلي چې د روزنې د پروګرام له بشپړولو سره وطن ته له ستنېدو وروسته د افغانستان پوځ د هغوی له نویو وړتیاو کار واخلي.

واشنګټن د خامو طرحو یوه فابریکه ده.

د نیویارک پوسټ په لیکنه پنټاګون وایي، په امریکا کې افغانانو ته پوځي روزنه ورکول یوه اړتیا ځکه ده چې د یاغیانو د حملو د مخنیوي لپاره د افغانستان اردو په خپلو پښو ودرېږي، خو په امریکا کې روزل شوي پوځیان تر اوسه د افغانستان په پوځ کې نه‎دي جذب شوي.

د دفاع وزارت د یوه نوي راپور له مخې د افغانستان د حکومت د پالېسۍ له مخې دا اجباري نه‎ده چې د افغانستان نوي روزل شوي امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په خپلو پخوانیو دندو وګماري یا دې هغوی د نویو وړتیاوو له مخې چې په امریکا کې ورته روزنه ورکړل شوې په نویو دندو وګمارل شي.

نیویارک پوسټ وړاندې لیکي:

د افغانستان حکومت هغه پوځیان چې له یوه کال زیات د روزنې په پروګرام کې ګډون کوي په پوځ کې د فعال خدمت له تشکیل او د تنخواو له فهرسته باسي.

په امریکا کې هم د روزنې پروګرامونه له یو کال زیات دوام کوي او اکثره هغه پوځیان چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

دا په دې معنی چې هېڅ ګټه نه‎لري چې افغان سرتېري دې د روزنې لپاره امریکا ته راوستل شي.

نیویارک پوسټ په دې برخه کې د خطرونو په باب د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار هغه وروستي راپور ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، تر اوسه له نیمایي زیات افغان پوځیان چې په امریکا کې د روزنې په بهیر کې ورک شوي، نه‎دي نیول شوي او دا امریکا د ترورېزم له ګواښ سره مخامخ کوي.

د سیګار د راپور له مخې د ۱۵۲ ورک شویو افغان پوځیانو ۷۰ ته به‌یې له متحده ایالاتو کاناډا ته تښتېدلي وي او ۱۳یې تر اوسه تري تم دي.

دغه افغان پوځيان ځکه خطرناکه دي چې پوځي روزنه ورکول شوې او د هغوی اکثره‌یې ځوانان دي چې سابقه‌یې هم زیاته روښانه نه‎ده.

XS
SM
MD
LG