د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

ډيپلوماټ: سیګار د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه ویروونکی تصویر ورکړی


  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې په یوې مقاله کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار یوه راپور ته کتنه کړې وایي، سیګار د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یو ویروونکی تصویر ورکړی دی.

خپرونه لیکي:

سیګار په یوه نوي راپور کې موندلي په افغانستان کې د طالبانو له‎خوا د نوېو سیمو د نیولو له هڅو، ملکي مرګ ژوبلې او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د تلفاتو له ډېرېدو سره په‎دغه هېواد کې امنیتي وضعیت په پرله‎پسې ډول خرابېږي.

ډیپلوماټ لیکي، دا راپور داسې مهال خپور شوی چې پنټاګون او په افغانستان کې ائتلاف ځواکونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا د ۱۶ کلنې جګړې په اړه

د امریکا د ولسمشر نوې ستراتیژي عملي کړي.

خپرونه د سیګار د راپور په حواله لیکي چې شاوخوا درې نیم میلیونه افغانان اوس په هغو سیمو کې اوسېږي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې دي.

ډیپلوماټ زیاتوي، دا هغه سیمې دي چې له هغه ځایه پر حکومتي ځواکونو او ملکي ودانیو بریدونه کېږي.

خپرونه لیکي:

د سیګار راپور خبرداری ورکوي چې وروستیو یو شمېر لویو بریدونو د ملکي خلکو ترمنځ هغه باور خراب کړی چې ګنې افغان حکومت دې د دوی د خوندیتوب وړتیا ولري.

د ډیپلوماټ خپرونې د سیګار د راپور په حواله ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د تلفاتو ډېروالی، نفوذي حملې او هم د هغو افغان پوځي پرسونل تښتېدل چې امریکا ته د روزنې لپاره تللي دي، ټوله د افغانستان لا ویروونکی تصویر وړاندې کوي.

ډیپلوماټ وایي، د سیګار مشر جان سوپکو له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې امریکا شاوخوا ۷۱۴ میلیارده ډالره د افغانستان پر بیا رغونې لګولي دي، خو وایي افغانان پوهېږي چې څه روان دي، طالبان او د امریکا پوځ هم پوهېږي چې څه روان دي، خو د جان سوپکو په خبره یوازې هغه کسان چې دغه مرسته کوي په‎دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې څه روان دي.

  • ډیفینس نیوز

ډیفینس نیوز اونېزې بیا په یوه مقاله کې لیکلي چې افغانستان داسې مهال له نورې نړۍ څخه د امریکا پام ځانته راړولی دی چې ټکنالوژۍ پرمختګ کړی دی.

لیکوال د ټکنالوژۍ پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، په داسې حال کې چې چین او روسیه زیاته هڅه کوي چې په دې میدان کې پرمختګ وکړي، امریکا د افغانستان په جګړه کې ځان ښکېل کړی دی.

اونېزه په عین حال کې د افغانستان په جګړه کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخېستلو اشاره کوي او وایي چې له دغو الوتکو څخه د افغانستان په جګړه کې د کشف، څارنې او عملیاتو په برخه کې کار اخېستل کېږي.

ډیفینس نیوز زیاتوي، د جګړو پر مهال تل لومړیتوبونه شاته کېږي.

XS
SM
MD
LG