سناتوران:په جلال اباد کې وروستۍ انتحاري حمله د امنیتي ځواکونو له بې غورۍ شوې

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، په جلال اباد ښار کې د یکشنبې د ورځې انتحاري حمله د امنیتي ځواکونو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

وروسته له هغې چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انتحاري حملې له امله نېږدې ۲۰ تنه ووژل شول، د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، دغه پېښه د امنیتي ځواکونو د بې غورۍ له امله شوې ده.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې ننګرهار ته د ولسمشر غني د سفر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو پر همدې مهال د دغه ډول پېښې رامنځته کېدل، د پوښتنې او اندېښنې وړ دي.

دوو تنو سناتورانو باز محمد زرمتي او ګلالۍ اکبري داسې وویل:

"دا موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده، په داسې حال کې چې درې ورځې ترمخه د ولسمشر د تګ په هدف دغلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو بیا هم دغه ډول خونړۍ پېښه وشوه چې دا ډېره د اندېښنې وړ ده."

"په دې مسئله کې ملامته هغه کسان دي چې امنیت يې نیولی و، باید دوی ځواب ورکوونکي و اوسي، دا چې خلک غوښتل کېږي او امنیت يې نه نیول کېږي، نو له امله یې ډېرې پوښتنې راپورته کېږي."

د مشرانو جرګې غړو دا یوه ظالمانه حمله وبلله او غوښتنه يې وکړه چې عاملین يې باید ژر ترژره وپېژندل شي.

دوی له حکومته وغوښتل چې باید د دغه ډول حملو په غبرګون کې ټول هغه ترورېستان چې په زندانونو کې دي او محکمو يې د سزا پرېکړه کړې، باید عملي شي.

دوی دا هم وویل، حکومت باید د هندوانو او سکهانو په ګډون د ټولو افغانانو د ژوند ساتنه وکړي او دښمن ته اجازه ورنه کړي چې دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار مخابراتو څلور لاري ته څېرمه یوه انتحاري حمله وشوه چې د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د ۱۷ افغان هندوانو او سکهانو په ګډون په کې نېږدې ۱۹ تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول.

په دې انتحاري حمله کې ولسي جرګې ته د افغان هندوانو او سېکهانو احتمالي نوماند اوتار سنګهـ هم وژل شوی دی.

دا حمله په داسې حال کې وشوه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې ورځ ننګرهار ته تللی و او کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو.

په همدې حال کې د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په جلال‌اباد کې د يکشنبې د ورځې د چاودنې د څېړنې په هدف يو پلاوی ټاکل شوى دى.

د دې ولایت د والي ویاند عطا‌‌ء الله خوګیاڼي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له څېړنو وروسته به ټولو هغو امنیتي مسؤلینو ته سزا ورکړل شي چې په دې قضیه کې په بې غورۍ تورن وپېژندل شي.

عطاالله خوګیاڼی

نوموړي وویل:

"تېره شپه د ننګرهار والي د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلینو او نورو په ملتیا د افغان هندوانو او سکهانو درمسال ته ولاړل او د خواشینۍ او تسلیت له مراسمو وروسته يې ډاډ ورکړ چې یاده پېښه به په جدي ډول څېړل کېږي او که هر امنیتي ارګان د پېښې په مخنیوي کې په بې غورۍ تورن وپېژندل شو، نو قانوني چلند به ورسره وشي."

د دغې انتحاري حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی او په یوه اعلامیه کې يې ویلي چې لسګونه هندوانو، سیکهانو او افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور: اکرام الله اکرام