د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د افغان هندوانو او سېکهانو د وژل کېدو په تړاو غبرګونونه!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په جلال‎اباد کې په یوې انتحاري حمله کې د افغان هندوانو او سېکهانو د وژل کېدو په تړاو غبرګونونه راخیستي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، په جلال‎اباد کې پر افغان هندوانو او سېکهانو تر انتحاري حملې وروسته افغان حکومت او هند غبرګون ښودلی او دا یې د بشریت په وړاندې لوی جنایت بللی دی.

په مطلب کې راغلي، ولسمشر غني په خپل تویټر پاڼه کې لیکلي، زړه‌یې د هغو کورنیو غم چې په دغې حمله کې یې عزیزان وژل شوي مات کړی دی.

ولسمشر لیکلي چې په دغه حمله کې د افغان هندوانو او سېکهانو وژل کېدو خواشینی کړی او له ډېریو هغو سره‌یې پېژندل.

ورځپاڼې د حملې په تړاو د هند د صدارعظم نرېندرا مودي ټویټ هم راخیستی چې لیکلي یې دي، هېواد یې په‎داسې حال کې چې افغانستان غمجن دی، چمتو دی چې د هغه هېواد له دولت او خلکو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

په مطلب کې هغو لیکنو ته هم اشاره شوې چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یادې حملې په غبرګون کړي او د وژل شویو له کورنیو سره‌یې غمرازي ښودلې ده.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه حمله غندلې او ویلي یې چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کوونکي هغه کسان په نښه کوي چې د افغانستان پالنې او افغانیت پالنې لپاره هڅې کوي.

ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د یادې حملې په تړاو ویلي، پر افغانستان او هند له یو ځایه ترورېستي حملې کېږي.

د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې په‎دغو دوو هېوادونو حملې د یادو هېوادونو له پولو هاخوا طرحه کېږي او تر ډېره پاکستاني طالبان، لشکر طیبه او جېش محمد ډلې کومې چې په پاکستان کې فعالې دي په‎کې ښکېلې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي چې دا حمله اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم غندلې ده، خو د مطلب لیکونکی لیکلي چې اجرائیه رئیس له دې خبر نه‌و چې د حملې مسؤلیت چا منلی دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان حکومت او ولس په جلال‎اباد کې پر افغان سېکهانو او هندوانو حملې اندېښمن کړي دي.

هېواد وړاندې په خپل دغه مطلب کې لیکلي، داعش ډلې د دغې حملې مسؤلیت پر ځان منلی او د مطلب د لیکونکي په وینا دا هغه ډله ده چې پاکستان روزلې او په افغانستان کې یې د خپلو ناوړو هدفونو، د قومونو ترمنځ تفرقې اچونې او تپل شوې جګړې د دوام لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG