غني: د طالبانو رهبري دې د دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا په سوله او د اوربند پر دوام ټینګار وکړ.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د سولې له پروسې نه د افغانانو قاطع ملاتړ او په دې هکله ملي اجماع موجوده ده او ملت په هر قیمت چمتو دی چې د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني په ارګ کی د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپل پيغام کې یو ځل بیا طالبان سولې ته راوبلل او ویې ویل، د بین‎الافغاني سولې لپاره د علماوو منځګریتوب ته چمتو دی.

دی وايي:

"د طالبانو په رهبري غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماوو وروستنیو وړاندیزونو ته اماده‎ګي وښيې، د بین الافغاني سولې لپاره، موږ د علماوو د منځګړتیوب منلو ته اماده یو او غواړو چې د سولې مالکیت له ملت سره وي."

د بین‎الافغاني سولې لپاره د علماوو منځګریتوب ته چمتو یم.

په‎دې وروستیو کې په کابل کې له دوه زرو زیاتو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له دواړو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه وړاندیز ومانه او د اته ورځني اوربند اعلان یې وکړ، یاد اوربند د روژې د میاشتې له ۲۷مې نه د اختر تر پنځمې دوام کوي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي و چې داعش او القاعده ډلې له دغه اوربنده مستثنا دي.

ورپسې وسله‎والو طالبانو هم د کوچني اختر درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د دغې ډلې په اعلامیه کې یادونه شوې چې بهرني ځواکونه په اوربند کې نه‎دي شامل.

د افغانستان د سولې د عالي شورا، سیاسي ډلو او عامو خلکو ترڅنګ امریکا، ناټو، روسيې او ځينو نورو هېوادونو هم د اوربند له پرېکړې او اعلانه ملاتړ کړی او دا کار یې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

محمد اشرف غني وايي چې له نیمې شپې راهیسې د دواړو خواوو اوربند مراعت شوی:

"د شپې له دولسو بجو تر نننه په سرتاسر د افغانستان کې له دواړو خواوو نه اوربند عملي شوی، په اوسني تاریخ کې دغه لومړنی اوربند د افغانستان ته مبارکي وایم، هیله دا ده چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د افغان مسلمان ولس وینه تویه نه‎شي."

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د ترورېزم پرضد جګړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا یو د بل پر وړاندې د اوربند اعلان کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته د دغه اوربند مبارکي ورکړه او ویې ویل، میلیونونه افغانان له دغه اوربنده ملاتړ کوي.

عامو افغانو هم د دغه اوربند هرکلی کړی او د جګړې له دواړو لورو یې غوښتي چې اوسنی اوربند تمدید کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان