د کورنیو چارو وزیر: هیله ده طالبان په اختر کې اوربند ته ژمن پاتې شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې که څه هم د طالبانو په مقابل کې د حکومت له اوربنده درې ورځې تېرېږي، خو د طالبانو له لوري یې کوم مثبت غبرګون نه‌دی لیدلی.

ښاغلي برمک د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال د غبرګولي ۲۴» کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې چې دوی هم د اوربند اعلان کړی د اوربند ټول اصول مراعت کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په غزني، فاریاب، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې د دښمن تحرکات د تېر په څېر په شدت روان دي او موږ د دوی کوم خاص مثبت غبرګون نه‌دی لیدلی، خو زموږ هیله دا ده چې د اختر په ورځو کې په هغه څه چې دوی یې اعلان کړی ژمن پاتې شي."

ویس احمد برمک

طالبانو د افغان حکومت د اوربند په مقابل کې یوازې د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په ۱۸مه غونډه کې د طالبانو دغه اوربند په تېرو څو لسیزو کې مهم ګام بللی دی.

په ورته وخت کې ښاغلي غني روانه اوونۍ په کابل کې د پاکستان له لوی درستیز سره په کتنه کې د رامنځته شوي اوربند د تمدید د هڅو په اړه هم ویلي وو.

اخوا په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف بیا هیله‌مندي ښودلې چې ښايي رامنځته شوی موقت اوربند درېیو میاشتو ته وغځېږي.

له ډې ټولو سره سره د سیاسي چارو پوه شهزاده مسعود وايي د اختر په درېیو ورځو کې باید ښکېلې خواوې د اوربند ټول اصول مراعت کړي.

د ښاغلي مسعود په خبره که څه هم ځینې نورې وسله‌والې ډلې به د اختر په ورځو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، خو طالبان باید پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

شهزاده مسعود

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرته اوربند نه‌مراعت کېږي او بې‌باوري رامنځته کېږي، نو بیا د بل وخت لپاره به افغان ولس په یوه لوري هم باور نه‌شي کولای، په کار ده چې د دغه اوربند مدیریت دواړه خواوې په ښه توګه وکړي ځکه ځینې کورنۍ او بهرنۍ ورانکاره کړۍ شته چې غواړي دغه ملي پروسه سبوتاژ کړي."

د ښاغلي مسعود په خبره هر څوک چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی باید د اوربند له رامنځته شوي فرصته په ګټې اخیستنې ورانکاره کړیو ته د دې فرصت ورنه‌کړي چې سولې ته د افغانانو دغه نسبي هیله هم له‌منځه یوسي.

راپور: محمد حدیث پردېس