د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

کورنیو چارو وزارت: د اختر د امنیت لپاره پر جدي تدابیر کار کوو


په داسې حال کې چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو لخوا د اوربند اعلان شوی دی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغو ورځو کې د جدي امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غبرګولې۲۳» په یوه خبري غونډه کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اټکلېدونکو تروریستي پېښو مخه به ونیسي.

نوموړي زیاته کړ چې افغان امنیتي او کشفي ځواکونو به په ټول هېواد کې په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي:

نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"د اختر د ورځو په مناسبت د امنیتي پلان پر بنسټ، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو برخو کې ځواکونو ته احضارات ورکړي چې د اختر په شپو ورځو کې د خلکو په خدمت کې وي او ټولې هغه سیمې تر امنیتي پوښښ لاندې راولي چې خلک پکې تګ راتګ کوي.​"

د ښاغلي دانش په خبره د دې لپاره چې په مرکز کابل کې خلک دا ورځې په ښه شان تېرې کړي په دغه ښار کې به تدابیر لا جدي وي.

ده وویل د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سوداګرو او دوکاندارانو ته هم ویلي دي چې پر ماشومانو د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له خرڅولو مخنیوی وکړي.

ده له کورنیو هم وغوښتل چې ماشومانو ته د جنګي پلاستیکي وسلو او پتاقیو د اخیستلو اجازه ورنه کړي او پرې نېږدې چې د خلکو د خوشحالی ورځې په غم بدلې کړي.

له دې سره عام افغانان هم د خلکو د ښه امنیت پر ساتلو ټينګار کوي.

د احمد نعیم په نوم د کابل یوه اوسیدونکي ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې د اختر د ورځو اوربند تر میاشتو میاشتو وغځېږي:

"د اختر په دریو ورځو کې دوه اړخیز اوربند اعلان شوی زه هیله لرم چې دری ورځې په دریو میاشتو او کلونو بدلې شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ډېر وخت د اختر ورځې د تاوتریخوالي څخه د ډکو پېښو شاهدې وې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG