له زندانونو نه د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کېدل د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولي او دوی پرته له قید او شرطه د دغو زندانیانو خلاصون د عدالت تر پښو لاندې کول بولي.
د دغه کمېسون رئیسې سیما سمر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» په کابل کې يوې خبري ناستې ته د زندانیانو د وضعیت او په هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د نهه کلن راپور د وړاندې کولو او د رسنیو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ټینګار وکړ چې د قربانیانو د کورنیو له قناعت پرته د زندانیانو خوشې کول د تلپاتې سولې د راتګ مخه نیسي.
نوموړې زیاته کړه:
"د قربانیانو له قناعت پرته دا قضيې سمې نهدي چې هر څوک دې ازاد شي، هغه که هر څوک وي او ورنه دې هېڅ ډول څېړنې ونهشي؟ که داسې وي چې د سولې په نوم عدالت تر پښو لاندې کړو له بده مرغه دغه چاره د تلپاتې سولې سبب کېدای نهشي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ۲۷۰ تنو زندانیانو د خلاصېدو راپورونه خپاره شوي دي هغه څه چې د سولې عالي شورا یې تأیيدوي او وايي چې ډېر ژر به دغه زندانیان له بنده ازاد شي.
له زندانه د اسلامي حزب د بندیانو خوشې کېدل
د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې په هوکړه کې د حزب اسلامي د بندیانو خلاصون د دغه حزب له وړاندې شرطونو څخه و چې له دې وړاندې هم د حکومت لهخوا د دغه حزب ۲۰۰ زندانیان له بنده ازاد شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
له زندانه د اسلامي حزب د بندیانو خوشي کیدل
له دې وړاندې يو شمېر پوځي کارپوهانو پرته له قید او شرطه د دغو زندانیانو ازادول چې په جنګي جنایتونو او له بشري حقونو په سرغړونو تورن دي خطرناک بللي وو.
د یو شمېر راپورونو پر بنسټ اوسمهال د دغه حزب شااوخوا ۲۵۰۰ غړي په زندانونو کې بندیان دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د حزب اسلامي نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې ټیلیفونونو سره سره بریالي نهشوو.
خو دغه حزب له دې وړاندې ویلي چې حکومت باید د حزب اسلامي د زندانیانو د خلاصون په تړاو په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د زندانیانو د خلاصون په برخه کې د عدالت تر پښو لاندې کول او په دې تړاو راپورته شوې اندېښنې بېځایه بولي.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل چې حقالله چې دولت پورې اړه لري چې په اړهيې د اساسي قانون په رڼا کې پرېکړه شوې او د حقالعبد په اړه خلک ازاد دي چې پرېکړه وکړي.
سید احسان طاهری
نوموړي زیاته کړه:
"کله چې يوه موضوع طی مراحل کېږي په هغه ټول موارد هم طی مراحل کېږي، پرته له شکه چې د هغه په تړاو باید څوک اندېښنه ونهلري، د اسلام د مبارک دین او قضايي ارګانونو د پرېکړې له مخې حقالله دولت پورې اړوندېږي او حقالعبد خلکو پورې اړه لري. تر هغې چې دوی په خپله بخښنه وکړي او څوک پهکې د مداخلې حق نهلري"
که څه هم د افغانستان له زندانونو نه د حزب اسلامي د بندیانو له خلاصون وروسته بېرته د جګړې ډګرونو ته د دوی د ګرځېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو د سولې عالي شورا وايي، په دې برخه کې کوم داسې سند وجود نهلري چې د حزب اسلامي ازاد شوي غړي دې د حکومت په خلاف درېدلي وي.
راپور: محمد واصل وصال