د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

ارشد: راتلونکې اوونۍ د حزب اسلامي۹۰ تنه زندانیان خوشې کېږي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې به د دغه حزب ۹۰ تنه بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه ازاد شي.

د دغه حزب ویاند حشمت الله ارشد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د يادو بندیانو د خلاصون حکم ورکړی دی.

حشمت الله ارشد
حشمت الله ارشد

نوموړي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې د حزب اسلامي د ۹۰ تنو بندیانو د خلاصون ټولې چارې بشپړې شوي او ولسمشر هم د دوی د خلاصون حکم ورکړی او ان شاءالله په راتلونکې اوونۍ کې به د حزب اسلامي ۹۰ تنه بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه ازاد شي."

ښاغلی ارشد له افغان حکومت نه غواړي چې د حزب اسلامي سره د شوې هوکړې له مخې دې د دغه حزب ټول بندیان له زندانونو څخه ازاد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه حزب مسؤلینو څو ورځې مخکې پر حکومت له دې امله انتقاد وکړ چې د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون په برخه کې يې پرخپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

د دغه حزب د مسؤلینو په خبره، د حکومت په داخل او بهر کې يو شمېر کړۍ د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کېدو په وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې د دغه حزب بندیان له زندانونو ازاد شي.

د حزب اسلامي ویاند وايي، حکومت د دې پرځای چې په لومړیو دوو میاشتو کې یې د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کړې وای برعکس یې د دغه حزب د يو شمېر نورو کسانو په نیولو او ځورولو لاس پورې کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې وړاندې هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي يو شمېر غړیو ویلي و چې افغان حکومت له دغه حزب سره د سولې د هوکړه‌ لیک د موادو پلي کولو ته جدي عمل نه‌ کوي."

په ورته وخت کې د څرخي پله زندان رئیس تواب احمدزی وايي، دوی ته د سولې عالې شورا لخوا د حزب اسلامي د ۹۰ تنو بندیانو نوملړ رسېدلی، خو د خلاصون امر یې لاندی شوی.

پلچرخي زندان
پلچرخي زندان

نوموړي زیاته کړه:

"لېست موږ ته راغلی دی، خو په دې هکله لا نور معلومات نشته، دغه نوملړ د ۹۰ کسانو دی او په کې لیکلي چې دغه کسان د حزب اسلامي دي او موږ غواړو د ولسمشر د حکم له مخې یې ازاد کړو، دغه بندیان لا نه دي تثبیت شوي او نه يې د خلاصون په اړه څه ویل شوي."

د افغانستان د دولت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه تېر کال د تلې يا مېزان میاشت کې لاسلیک شوه چې د يو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ د دغه حزب د بندیانو خوشې کولو هم موضوع هم په کې شامله وه.

د دواړو لوریو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د روان لمريز کال د غويي په ١٢مه، د حزب اسلامي ۵۵ بنديان خوشې شوي وو.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG