حزب اسلامي خپل د ځینو سیاسي بندیانو له تسلیمۍ ډډه وکړه
په پام کې وه چې نن د حزب اسلامي ۶۹ بندیان د کابل د څرخي پله له زندان څخه خوشې شي، د دوی لپاره ډېرخبریالان هم راغونډ شوي وو، خو په وروستیو شېبو کې د حزب اسلامي ځینو مسؤلینو خبریالانو ته وویل چې د خوشې کېدونکو بندیانو له لېسته د حزب اسلامي د ۱۳ مهمو غړیو نومونه ایستل شوي او د میرویس په نامه یو بندي لاپاتې دی، د دې له امله د حزب اسلامي دغو مسؤلینو، د ۵۵ بندیانو له خوشې کېدو څخه ډډه وکړه. ویډیو او ایډیټ: ولي سباوون