د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

مشرانو جرګه: حکومت او حزب اسلامي دې د سولې تړون ته ژمن پاتې شي


د افغانستان مشرانو جرګه د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تفاهم‌لیک پر عملي کېدو ټينګار کوي.

مشرانو جرګه وايي، د حکومت له‌خوا د حزب اسلامي د ۱۳ مهمو زندانیانو ګرځول د تفاهم‌لیک خلاف عمل دی او وايي حکومت او حزب اسلامي دواړه باید د سولې تفاهم‌لیک ته ژمن پاتې شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د حکومت له‌خوا د حزب اسلامي د یو شمېر بندیانو د نه‌خوشې کېدو په تړاو وویل، هر هغه غاړه چې د دوی تر منځ د سولې له شوي تفاهم‌لیک سرغړونه کوي سولې ته ژمن نه‌دی.

فضل الهادي مسلمیار.
فضل الهادي مسلمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه توافق چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ شوی په هغه کې ټول اړخونه ذکر شوي چې دواړه خواوې باید ورته ژمن وي، دغه هوکړه د حکومت او د حزب اسلامي په خوښه ترسره شوې ده او هر هغه څوک چې له دغه تفاهم‌لیک سرغړونه کوي هغه سولې ته ژمن نه‌دی."

سره له دې چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ د حزب‎ اسلامي ۶۹ بندیان خوشې شي، خو حزب اسلامي وايي چې په وروستیو شېبو کې حکومت د ۱۳ مهمو زندانیانو نومونه له لېسته ایستلي دي.

ویل کېږي چې ولسمشر غني تېره ورځ د حزب اسلامي د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان هم لاسلیک کړی دی.

لعل: ولسمشر له حق‌العبد بندیانو برته د نورو د بخښلو حق لري

خپلواک: د حزب اسلامي اوله ډله بنديان نن خوشې کېږي

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي ناسته کې د نورو سناتورانو تر څنګ زلمي زابلي د حکومت دغه اقدام له حزب اسلامي سره د شوي تفاهم‌لیک خلاف یاد کړ.

زلمی زابلی.
زلمی زابلی.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده په هغه کې فکر کوم د ۶۹ بندیانو د خوشې کېدو ژمنه شوې که چېرې حکومت اوس هغه ۱۳ بندیان چې ترې راګرځولي دا د تفاهم‌لیک خلاف کار دی دوی باید لومړی د تفاهم‌لیک په اړه فکر کړی وی چې کوم بندیان باید خوشې شي او کوم پاتې شوي وی."

تر دې وړاندې بیا حزب‎ اسلامي رسنیو ته ویلي چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د دغه کمېسیون د مشرې سیما سمر د مداخلې له کبله د ۱۳ بندیانو نومونه له فهرسته ایستل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له حزب اسلامي سره د شوي تفاهم‌لیک د ټولو موادو عملي کېدو ته ژمن دی.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دغه هوکړه‌لیک د عملي کېدو لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی او د تفاهم‌لیک هغه تر ټولو سخته برخه‌یې له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل و او نورې ستونزې ډېرې وړې او حل کېدونکې دي، دولت د دغه تفاهم‌لیک د ټولو موادو عملي کولو ته ژمن دی."

دا مهال د حزب اسلامي ټول دوه نیم زره غړي د حکومت په زندانونو کې بندیان دي او د دغو بنديانو خوشې کول له ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې د تفاهم‌لیک مهمه برخه ده.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتوران خبرداری ورکوي، که چېرې افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‌لیک په بشپړه توګه عملي نه‌کړي نورې مخالفې ډلې به زړه ښه نه‌کړي چې له حکومت سره سولې ته حاضر شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG