له وسلهوالو طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په برخه کې د افغانستان او امریکا لیدلوري له یو بل سره توپیر لري.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، پهدې اړه پلټنې کوي چې د افغانستان په ناامنیو او له وسلهوالو طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې د ایران د لاس لرلو احتمال ومومي.
پهداسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په زغرده وویل چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي او د هغوی مالي ملاتړ کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د پلټنو په نتیجه کې به معلومه شي چې کوم هېوادونه د ترورېستانو ملاتړ کوي.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه:
"تحقیقات دوام لري. هر وخت چې زموږ د تحقیقاتو نتایج وښیي چې کوم هېواد له طالبانو او یاغیانو سره همکاري کوي، موږ به دا له خپل لوري نړیوالو ته وښیو."
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد بهیې په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه پر ایران ولګوي.
مایک پامپیو زیاته کړه، ایران په افغانستان کې د طالبانو په ګډون په سیمه کې د یاغي ډلو ملاتړ کوي.
دی وايي:
"ایران په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو او پیسو مرسته کوي. دا کار د تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل کېږي او سولې او ثبات ته د افغانستان د خلکو د رسېدو خنډ ګرځي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د هریتیج بنسټ په مرکز کې د وینا پر مهال له ایران سره د نوي اټمي توافق د کېدو لپاره ۱۲ شرطونه کېښودل.
د مایک پامپیو تر دې وینا څو ساعته وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د امریکا دولت ۱۵ کاله شاته تللی او د هغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش څرګندونې تکراروي.
بوش په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ایران، شمالي کوریا او عراق د شرارت مرکزونه یاد کړي وو.
له طالبانو څخه د ملاتړ په اړه په کابل کې د ایران سفیر وړاندې ویلي و چې هېواد یې یوازې د سولې مذاکراتو په خاطر له طالبانو سره په تماس کې دی او دا پهدې معنی نهده چې له یاغیانو سره اړیکې لري.
محمد رضا بهرامي د افغانستان یوې ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې ایران له طالبانو سره لهدې کبله اړیکه نهده نیولې چې ګواکې دغې ډلې ته مشروعیت ورکړل شي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې په وار وار د سیمې له هېوادونو غوښتل شوي چې د ترورېزم سره مبارزه کې همکاري وکړي.
دی وايي:
"د سیمې له هېوادونو څخه تل زموږ غوښتنه دا وه چې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې چې موږ د ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یو، زموږ سره دې همکاري وکړي. موږ دا له ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، چین او د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي دي."
سره لهدې چې د افغانستان حکومت له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په اړه د سند نهلرلو خبره کوي، خو ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی وو چې ایران په افغانستان کې د داعش ډلې له حضوره اندېښنه لري او له همدې کبله د طالبانو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په پرونۍ وینا کې ایران ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو ملاتړ ختم کړي او د القاعده شبکې لوړپوړو مشرانو ته له پناه ورکولو څخه لاس واخلي.