د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ضمیر کابلوف: امریکا په افغانستان کې دوه انتخابه لري!


د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې او په افغانستان کې امریکا ته د روسیې د نوې سپارښتنې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې د مشرانو جرګې په حواله لیکلي دي چې ایران د افغانستان په لوېدیځ کې په څو ولایتونو کې په زیاتېدونکو ناامنیو کې لاس لري.

ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د اداري پلاوي په حواله لیکلي دي چې ایران کله هم نه‌غواړي چې له افغانستانه دغه هېواد ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیول شي او له هرې لارې هڅه کوي چې په‎دې برخه کې خنډونه رامنځته کړي.

ورځپاڼې د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د وینا دا برخه راخیستې چې ویلي یې دي، په هرات کې د سلما بند د بشپړېدو او په فراه کې د بخش‎اباد بند د جوړولو کار له پیل وروسته په دغو ولایتونو کې نا امنیو زور اخیستی دی.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې د فراه جګړه د اوبو د مدیریت پر سر ده او په‎کار ده چې جګړه ښه مدیریت او له ایران سره پر پوله کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په افغانستان کې د ایران د مداخلې په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه راخیستې او لیکلي یې دي چې ایران هڅه کوي په څو ولایتونو کې د نا امنیو په خپرولو سره په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې تر دې مخکې د هېواد د دفاع وزیر هم فراه ته د سفر پر مهال ویلي دي چې د فراه جګړه د اوبو د مدیریت جګړه ده.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د ایران د مداخلې ځینو نورو لاملونو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د اوبو د مدیریت سربېره ایران په افغانستان کې دوه نورې اندېښنې هم لري چې یوه‌یې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور دی او بل‌یې د داعش فعالیتونه دي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم ایراني چارواکي په ظاهره په افغانستان کې له لاس‎وهنې انکار کوي، خو د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران د مداخلې په اړه داسې زیات شواهد موجود دي چې انکار ترې نه‎شي کېدای.

د کابل ځینو ورځپاڼو د افغانستان له‎پاره د روسیې د ځانګړي استازي نوې څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، امریکا دې له طالبانو سره خبرې وکړي او یا دې د افغانستان پای ته نه‌رسېدونکی جګړه وزغمي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ضمیر کابلوف ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې دوه انتخابه لري، یو دا چې له طالبانو سره خبرو ته کېني او یا دې هم د اوږدې مودې له‎پاره د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د روسیې له‎خوا امریکا ته دا نوی وړاندیز داسې مهال شوی دی چې افغان حکومت اوس اوس طالبانو ته د کوم قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز کړی، خو د ورځپاڼې په وینا طالبان له امریکا سره خبرې غواړي.

ورځپاڼې لیکلي چې امریکایي چارواکي بیا وایي چې له طالبانو سره خبرې د افغان حکومت کار دی او دوی په‎کې لاس‎وهنه نه‎کوي.

  • هېرټ اف اېشیا

هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې بیا لیکلي چې د روسیې له‎خوا دا وړاندیز داسې مهال شوی دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ولسمشر د سولې وړاندیز دې ومني، که نه نو له زیاتېدونکو پوځي عملیاتو سره به مخ شي.

دې ورځپاڼې هم لیکلي دي چې امریکایي چارواکو په تېر مارچ میاشت کې د خبرو له‎پاره د طالبانو غوښتنه رد کړې وه او ویلي و چې دا کار د افغان حکومت دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې روسیه داعش په افغانستان کې یو جدي ګواښ بولي، خو امریکا بیا روسیه تورنوي چې په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه له مبالغې کار اخلي.

XS
SM
MD
LG