د مشرانو جرګې مشر: طالبان د ایران او روسیې په ملېشو بدل شوي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، د طالبانو ډله د ایران او روسیې په ملېشو بدله شوې ده.

د مشرانو جرګې رئيس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال ۲۵» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د افغانستان د خلکو د بې‌اتفاقه کولو لپاره، له ایران او پاکستان نه په سلګونو میلیونه ډالر راځي.

ده پرته له دې چې په دې تړاو کوم سند وړاندې کړي وویل چې سربېره پر پاکستان اوس ایران او روسیه هم د طالبانو ملاتړ کوي.

فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان چې اوس په فراه ولایت کې جنګېږي، یوازې د پاکستان طالبان نه‌دي، ستا وسله‌وال ځواکونه چې په پیاده قوت چې د ولس هېڅ همکاري ورسره نه‌شته، که دا همکاري ورسره وی، په څنګ کې به‌یې ودرېدلي وی او په چړو او تبرونو یې هم وژلی شوی، طالبان نن د ایران او روسیې په ملېشو بدل شوي او د هغوی په لارښوونه زموږ له نظام سره جنګېږي."

د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر نورو سناتورانو هم په هېواد کې د ځینو ګاونډیو هېوادونو پر لاسوهنو انتقادونه وکړل.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، هغه جګړې چې د ملي شورا د یو شمېر غړو په خبره، د ځینو ګاونډیو هېوادونو او په تېره د ایران او پاکستان په لارښوونه، پر مخ وړل کېږي.

پخوا تر دې د هېواد په لوېدیځه برخه "فراه ولایت" کې سیمه‌ییزو چارواکو ادعا کړې وه چې د عملیاتو په لړ کې له طالبانو نه، په روسیې او ایران کې جوړ شوي تجهیزات ترلاسه شوي دي.

همدا شان د دغه ولایت پخوانیو چارواکو ویلي چې د فراه ولایت په جنګ کې ایران لاس لري.

بل‌خوا په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس، څه موده مخکې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې ایران د سپاه پاسداران له لارې په افغانستان کې د طالبانو لپاره لوژستیکي اسانتیاوې برابروي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جان نېکلسن هم ویلي چې ایران او روسیه په افغانستان کې د داعش د ماتولو په خاطر له طالبانو سره مرسته کوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه دا نه‌تأییدوي چې ګوندې ایران او روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.

محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ یوازې هغوی «طالبان» د هغو ترهګرو په نامه پېژنو چې له ټولې نړۍ نه زموږ د هېواد د ګواښلو په خاطر، د پاکستان له‌خوا تجهیز او روزل کېږي او دلته «افغانستان» ته راننوځي او غواړي چې خلکو ته مو ستونزې جوړې کړي، ایران او روسیې په مستقیمه توګه رد کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره مرسته نه‌کوي."

ښاغلی رادمنش پرته له دې چې د کوم هېواد نوم یاد کړي وايي، طالبان له ځینو هېوادونو نه مرستې غواړي.

د ده په خبره طالبان د سیمې د هېوادونو له ځینو ترهګرو ډلو سره اړيکې لري او له هغوی سره په ګډه، د افغانستان د خلکو د ګواښلو هڅې کوي.

راپور: خان محمد سیند