راپورونه وايي چې د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کې دننه د وسلهوالو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د ازادي راډیو خبریال د فراه د ولایتي شورا د سرچینو له قوله وايي چې وسلهوالو تېره شپه له دوو خواوو پر ښار حمله وکړه او جګړه تر اوسه هم روانه ده.
پر فراه او د هېواد په نورو سیمو کې د روزل شویو دولتي ځواکونو پر ضد په یوه وخت کې د دې ډول پراخو حملو تنظیمول خورا زیات امکانات غواړي، خو ایا طالبان دا امکانات لري؟
د وسلهوالو طالبانو د بشري او جنګي امکاناتو په اړه د ازادي راډیو خبریال احمد تکل د سیاسي چارو له کارپوه سمیع یوسفزي سره مرکه کړې.
ښاغلي یوسفزي په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې طالبان له کومو جنګي تاکتیکونو کار اخلي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Embed
شریکول
مرکه
by ازادي راډیو
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
0:00
0:05:14
0:00
مستقیم لېنک