د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې د کار په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه‌شته


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د کار په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه‌شته او د دغې پروژې کارونه په نورمال ډول مخ ته ځي.

دغه وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د بین‌الحکومتي توافقاتو پر اساس او له تطبیقاتي او عملیاتي پلان سره سم مخ ته ځي او په جدي ډول ترې څارنه کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۵» په یوه خبري ناسته کې د دغې پروژې په وړاندې خنډونه رد کړل او همدارنګه ډاډ یې ورکړ چې د ټاپي پروژې کارونه په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګ لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د پروژې د انجنیرۍ چارې بشپړې شوي او تدارکاتي کارونه‌یې هم مخ ته تللي، حکومت هغه پلان چې د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره لري او کومې ژمنې چې په دې برخه کې شوې دي هغه عملي کوي او موږ په دې برخه کې ښه پرمختګونه لرو."

عبدالقدیر مطفي
عبدالقدیر مطفي

ښاغلي مطفي وویل چې حکومت د ټاپي پروژې د کارونو پرمختګ لپاره بېلابېلې ناستې ترسره کړي او د پروژې د پرمختګ لپاره بحث روان دی.

دغه وزارت وايي، ډېر ژر به د ټاپي پروژې د کار د ارزیابۍ لپاره یو پلاوی هرات ته واستول شي تر څو د پروژې د کار پرمختک نه څارنه وکړي.

د ټاپي پایپ لاین د جوړولو چارې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو له‌خوا په هرات کې پرانیستل شوې.

ولسمشر غني د ټاپي پایپ لاین د پرانیستې په مراسمو کي وویل چې دغه پروژه نه‌یوازې برښنا او ګاز انتقالوي، بلکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.

ښاغلي غني ټينګار کړی چې د پروژې په عملي کېدو کې به هېڅ ډول بې‌غوري ونه‌شي.

د ټاپي "پایپ لاین" یوه ستره اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د ۱۸۱۴ کېلو متره په اوږدوالي سره د افغانستان له لارې لومړی پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

دغه پایپ لاین د کال ۳۳ میلیارده متره مکعب ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي او د دغه ګاز د لېږد له لارې، افغانستان هر کال شااوخوا ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر د ترانزیټ حق ترلاسه کوي.

که څه هم د کانونو او پټرولیم وزارت د پروژې د پلي کېدو ډاډ ورکوي، خو د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، روانې ناامنۍ او په حکومت کې د فاسدو کسانو موجودیت د دغې سترې پروژې د پرمختګ پر وړاندې سترې ستونزې او ننګونې دي.

سید قیاس سعیدي
سید قیاس سعیدي

د دغو کارپوهانو له ډلې سید قیاس سعیدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا چې حکومت وايي، د دې پروژې د ځینو برخو کار روان دی او په دې برخه کې ستونزې نه‌شته، خو د دغې پروژې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ نا امني ده، د نا امنیو نه یو مثال په فراه ولایت کې امنیتي مشکلات دي چې روان دي."

د راپورونو له مخې ټاپي پروژه په افغانستان کې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو نه تېریږي او بیا پاکستان او ورپسې هند ته رسېږي.

ښاغلی سعیدي د دغې پروژې د بشپړ تطبیق لپاره په هېواد کې امنیت او ثبات مهم بولي او وايي چې له هغو سیمو چې دغه پروژه تېرېږي د سیمې خلک باید د دغې پروژې په بریالیتوب کې له حکومت سره اړینه مرسته وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG