د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ډیپلوماټ انلاین: منځنۍ اسیا افغانستان ته ور پرانیستی دی


ګلوب اینډ مېل The Globe and Mailکاناډايي ورځپاڼې په فراه ولایت کې د افغان پولیسو د وژل کېدو او د طالبانو د حملو د زیاتېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور ویلي چې وسله والو طالبانو په بالابولوک ولسوالۍ کې د جمعې سهار وختي د پولیسو په مرکز برید وکړ او لږ تر لږه ۲۳ تنه يې ووژل.

بالابولوک ولسوالي له میاشتو میاشتو د سختو جګړو شاهد وه.

په فراه ښار کې په یوه بل جلا برید کې هم یوولس پولیس وژل شوي چې د ګلوب اینډ مېل په لیکنه طالبانو د پولیسو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

فراه ولایت چې له ایران سره په ګډه پوله پروت دی د مخدره موادو د قاچاق ډېرې لارې پرې تېرې دي او په تېرو میاشتو کې یې سخت جنګونه لیدلي.

ګلوب اینډ مېل ورځپاڼه لیکي وروستۍ نا امني ښکاروي چې د لویدیځ له ملاتړ برخمن د اشرف غني حکومت څومره تر فشار لاندې دی.

وسله والو طالبانو څه وخت مخکې د خندق په نوم پسرلني عملیات پيل کړل او له شماله تر جنوبه یې په زیاتو سیمو حملې وکړې خو ناټو او امریکا وايي، د طالبانو پر ضد د افغان هوايي ځواکونو حملې زیاتې شوي او طالبان یې ځپلي دي.

د بغلان او فاریاب دوه ولسوالۍ هم د یو څه وخت لپاره د طالبانو په لاس سقوط شوې او ورسره په کابل کې په وروستیو ډله ییزو او انتحاري بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ګلوب اینډ مېل په خبره د نا امنیو د زیاتېدو په سبب په افغان چارواکو او امنیتي ارګانونو تُند انتقادونه هم شوي دي.

"منځنۍ اسیا افغانستان ته ور پرانیستی دی"

دا د ډیپلوماټ انلاین خپرونې د یوې تحلیلي مقالې عنوان دی چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د اړیکو په اړه یې لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې منځنۍ اسیا او افغانستان دولتونه نښلوي او باید سره ګډ وي.

ډیپلوماټ دلیل راوړي چې منځنۍ اسیا او افغانستان کولای شي له سیمه ییزو قدرتونو روسیې، چین، پاکستان او ایران سره په بریا مخ ته لاړ شي او د سیمه ییزو نفوذ کوونکو امریکا، اروپايي ټولنې، ترکیې او هند تر منځ توازن رامنځته کړي.

د مقالې په دوام لولو چې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان په نښلېدو به دا هېواد منځنۍ اسیا، کسپین سمندرګي، اذربایجان او بلآخره اروپا ته یوه لار پیدا کړي.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني واک ته په رسېدو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې ډېرې پراخې کړې.

د غني په دوره کې د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال پروژې عملي کار پیل شو.

د افغانستان په اړه د څو نړیوالو غونډه کوربه توب هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو له هغې ډلې ازبکستان او ترکمنستان په غاړه و چې د افغان حکومت په باور مطلوبې نتیجې یې ورکړې.

په مارچ کې تاشکند د کابل پروسې د دویم دور غونډې کوربه و چې طالبانو ته د افغان ولسمشر اشرف غني له بې قید او شرط وړاندیزه پراخ هرکلی وشو.

ډیپلوماټ خپرونه همدغو هڅو ته په کتو وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي افغانستان د دوی په ډله کې شامل شي.

خپرونه وايي د منځنۍ اسیا په ډله کې د افغانستان ورګډېدل به له پاکستان سره چې ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن دیپه اړیکو کې غښتلی دریځ د افغانستان په برخه کړي.

خو ډیپلوماټ په دې تفصیلي مقاله کې یو ځای دا هم لیکي چې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان ټولې پلان شوې پروژې باید په منظمه توګه اجرا شي نه لکه د ټاپي پروژه چې له پيله تر اوسه یې د ګازو پر ځای یوازې سیاسي مانورونه زېږولي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG