افغانستان
محمداُف: ترکمنستان چمتو دی چې افغان سوله کې بېطرفانه رول ولري
د ترکمنستان ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي او خپله بېطرفانه رول ولري.
د ترکمنستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې قربانقلي برديمحمداُف د ازبکستان له یوه پلاوي سره د یوه تړون تر لاسلیک وروسته په عشقاباد کې د دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې حاضر دی د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتو زمینه برابرول پیل کړي.
د محمداُف په خبره، ترکمنستان د عمده مسایل په تېره بیا د افغانستان د وضعیت په برخه کې له ازبکستان سره همنظره دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې ترکمنستان او ازبکستان، د افغانستان سوله او ثبات خپله ګډه ګټه بولي.
په عشقاباد کې د دواړو هېوادونو پلاوو د ټاپي پروژې په اړه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي، هم خبرې وکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنرۍ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې وکړې.
محمد صادق د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي، په اسلام اباد کې یې د (UNHCR) له استازې فلیپا کنډلر (Philippa Candler) سره، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د شویو بحثونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا کتنه داسې وخت کېږي چې له پاکستان څخه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت، د بشري پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له تصور لوړ، په ملیونونو وګړي له اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه سفارت د جمعې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر لیکلې، د حقونو، فرصتونو او سرچینو پر ګډ ملاتړ ټینګار کړی، چې افغانستان د دغه هېواد د وګړو هیلو ته ورنږدې کوي.
وړاندې لیکل شوي، «موږ کولی شو دا وښیو، چې پیوستون کوم سرحد نه پېژني».
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په ملیونونو نجونې او ښځې د تعلیم، تحصیل او کار له حقونو بې برخې کړای شوې دي.
د راپورونو له مخې له دې سره په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ سطحه لوړه شوې ده.
په هلمند کې د موټر د ټکر په پېښه کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شول
د کندهار-هرات پر لویه لاره د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په دوراهۍ سیمه کې د دریو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی چې په پایله کې یې دوه تنو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د تیزرفتارۍ او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې ټپیان نژدې روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو پر موټر چلوونکو غږ کړی چې د لویو لارو په اوږدو کې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي ترڅو ورته پېښې بیا تکرار نهشي.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا شنبې دریمه یو ورځنۍ سیالي لوبوي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا شنبه( د مرغومي لومړۍ نېټه) د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کړي.
سیالي به د کابل پر وخت غرمه ۱۲:۰۰ بجې د زیمبابوې په پلازمینې هرارې کې پیل شي.
د دې لوبلړۍ په دوهمې سیالۍ کې افغانستان په لوی توپیر خپل کوربه ته ماتې ورکړه، خو د دوی لومړۍ لوبه د ورښت له امله بشپړه نشوه.
د ویلو ده چې د یو ورځنیو سیالیو تر لوبلړۍ وروسته به دواړه لوبډلې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د دوو ټیسټ سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.
د پخواني راډیو افغانستان د ترکمني څانګې ویاند عبدالرحمن صحبت وفات شو
عبدالرحمان صحبت چې د راډیو افغانستان د ترکمني خپرونو له لومړنیو ویندویانو څخه و، وفات شو.
ښاغلي صحبت د چهارشنبې په ورځ د فاریاب په قرمقل ولسوالي کې ساه ورکړه او د جنازې مراسم یې پرون (د لیندۍ په ۲۹مه) ترسره شول.
عبدالرحمان صحبت په دیارلس سوه پنځوسم لمریز کال کې د سیمه ییزو پروګرامو له پيلیدو سره په راډیو افغانستان کې کار پیل کړ او د وطنداران جریدې مسوول مدیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.
ده د ژوند تر وروستیو پورې په ترکمني ژبه لیکنې کولې.
ملګري ملتونه وايي، ایران د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی
د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمیشنیري UNHCR وایي، ایران له سپټمبر میاشتې راهیسې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی دی.
د افغانستان لپاره د دې کمیشنیرۍ څانګې نن (د لیندۍ ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سږکال ایران سلګونو زره افغانان بیرته افغانستان ته استولي چې اکثره یې په زور له هغه هیواده ایستل شوي دي.
د UNHCR یوې چارواکې کارولاین ګلوک په اسلام کلا بندر کې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې ایراني چارواکي په پام کې لري ترراتلونکې مارچ میاشتې پورې دوه ملیونه بهرني کډوال چې اکثره یې افغانان دي، له خپلې خاورې باسي.
UNHCR ویلي، له ستونزو سره سره هڅه کوي چي په افغانستان کې د خپلو شریکانو په مرسته دې هیواد ته د دغو نویو ستنیدونکو کډوالو لاسنیوی وکړي، ترڅو خپل ژوند ته بیرته سمون ورکړي.
اوچا وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان نژدې ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړ وي
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په را روان ۲۰۲۵ کال به د افغانستان شاوخوا ۲۲،۹ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون (د لیندۍ ۲۹مه) پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د افغانستان لپاره په راتلونکي کال کې د بشري اړټیاوو او اړو کسانو ته د مرستو رسولو پروګرام یې پیل کړی دی. د اوچا په خبره د دې ډله ییزې او هراړخیزې تګلارې هدف د خلکو ژوند ژغورل، د کړاوونو کمول او د مهمو اړتیاوو په برخه کې د افغانانو د وقار ساتل دي.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې د ۱۶،۸ ملیون اړو کسانو د ملاتړ لپاره دوه ملیارډ او ۴۲۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
په سالنګ کې ترافیکي پېښه: دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي
په جنوبي سالنګ کې تیره یوه شپه په یوه ټرافیکي پیښه کې دوه تنه مړه او درې تنه ټپیان شوي دي.
د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار نن (د لیندۍ ۳۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پیښه تیره شپه د جنوبي سالنګ د ولسوالۍ په ګهواره سنګ سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو کرولا ټکسي موټر چې له تخار څخه کابله ته په لاره وه، له سړک څخه واوښت او چپه شو.
د خبرپاڼې له مخې په دې پیښه کې د موټرچلوونکي په ګډون دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. سیمه ییزو چارواکو د دې ټرافیکي پیښې علت د موټرچلوونکي بې احتیاطي بللې ده.
د بې پولې خبریالانو ټولنه: له رسنیو سره د طالبانو په ایډیالوژیک او ظالمانه چلند کې سختوالی راغلی
د بې پولې خبریالانو ټولنه RSF وایي، طالبانو په څه کم یوه کال کې لږترلږه دولس رسنۍ بندې کړي او د آرزو ټلویزیون چې دې وروستیو کې یې غږ غلی شوی، اوه کارکونکي تراوسه په کابل کې بندیان دي.
دې ټولنې پرون (د لیندۍ ۲۹مه) پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر له طالبانو غوښتي چې د دې ټلویزیون کارکوونکي خوشې کړي. RSF د طالبانو دا اقدام غندلی او د نه منلو وړ یې بللی دی.
د بې پولې خبریالانو د ټولنې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې، سیلین مرسیر وویل چې د رسنیو په وړاندې د طالبانو "ایډیالوژیکي او ظالمانه" چلند په وروستیو میاشتو کې سخت شوی دی، چې د ګڼو رسنیو د تړلو لامل شوی دی.
دې ټولنې د ټولو نیول شویو خبریالانو په بې قید او شرطه خوشې کولو ټینګار وکړ او تاکید یې وکړچې رسنۍ حق لري افغانانو بې پرې معلومات ورسوي. RSF له طالبانو وغوښتل چې رسنیو ته اجازه ورکړي چې له نړیوالو معیارونو سره سم فعالیت وکړي.
د طالبانو یوه مخالفه جبهه ادعا کوي چې درې طالب وسلوال یې وژلي
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژنې ادعا وکړه.
دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په دروازه کې پر طالبانو حمله شوې چې د طالبانو د درېیو غړو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو د کابل په همدې سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.
د طالبانو حکومت د دغې ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.