د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې په کار کې د ځنډ په اړه اوازې رد کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د ازادي راډيو له خبریال احمد تکل سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د پروژې «ټاپي» اوسني او راتلونکي پلانونه په منظم ډول د تطبیق کېدو په حال کې دي.
ښاغلي مطفي په پیل کې د ټاپي پروژې د ځنډېدو په اړه د رسنیو لهخوا ورکړل شوي راپورونه رد کړل.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: