په افغانستان کې د ترورېستي فعالیتونو په زیاتېدو سره د دغه هېواد د ملي امنیت شورا وایي چې د دغو فعالیتونو او بریدونو د دفاع لهپارهيې له خپلو نړیوالو همکارانو څخه د همکاریو غوښتنه کړې او هغوی د همکارۍ ډاډ ورکړی.
دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه پرون شپه ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل چې د ملي امنیت شورا مشرتابه وخت په وخت د ترورېستي فعالیتونو د دفعې لپاره له نړیوالو همکارانو سره بحثونه کړي او د همکاریو په زیاتېدو یې ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د نړیوالې ټولنې لهخوا د ترورېستانو د فعالیتونو په رابطه د اطلاعاتو پر همغږۍ خبرې شوي دي. د دوی د فعالیتونو د لهمنځه وړلو او دفاع په اړه بحثونه شوي دي. په خاصه توګه له افغان پوځ څخه په هوايي ملاتړ خبرې شوي چې پهدې رابطه نړیوالو همکارانو افغان لوري ته ډاډ ورکړی دی."
له افغان پوځ سره د بهرنیو ځواکونو د ژمنو په دوام د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل ویلي چې د افغان ځواکونو ټولې اړتیاوې به څېړي او په اړه بهیې بېړني اقدامات وکړي.
له افغان پوځ سره د ترورېستانو په ځپلو کې د همکاریو لهدې ټولو ژمنو سره سره بیا هم وسلهوالو طالبانو د پسرلي له پیله د «الخندق» په نوم عملیات پيل کړي چې تر دې دمهیې ګڼې حملې کړې دي.
د طالبانو په لاس د بغلان، فاریاب او بدخشان د یوې یوې ولسوالۍ مؤقتي سقوط او د پلازمېنې کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې د ناامنیو اوج، ګڼې اندېښنې راپورته کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، پرون یکشنبه د افغان امنیتي چارواکو په غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار یې رهبري کوله، وروستۍ ناامنۍ وڅېړل شوې او په چټکې مبارزې د ټینګار تر څنګ ځینې پرېکړې هم وشوې.
نوموړي زیاته کړه:
"په دې کې د افغانستان عمومي امنیتي او دفاعي حالت وارزول شو. د ترورېستانو فعالیتونه او د دوی د فعالیتونو په رابطه شته اطلاعات وڅېړل شول او همدارنګه د هغوی د دفعې لپاره بحث وشو او لازمې پرېکړې ونیول شوې."
قادرشاه وویل، پرېکړې د پوځیانو په لا انسجام او د ستراتېژيکو اطلاعاتو په همغږۍ تمرکز لري.
- وبه کتل شي چې له افغان پوځیانو د امریکا او ناټو د ملاتړ تازه ژمنې او د افغان حکومت وروستۍ پرېکړې، څومره د رامنځته شوي حالت په کنټرول کې مرسته کولای شي؟