د ولسي جرګې غړي او کابل ښاریان وايي وروستیو امنتیي پېښو اندېښمن کړي

په کابل کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د پرلپسې مرګونو انتحاري حملو ورسته، یو شمېر کابل ښاریان او د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي انتقاد کوي چې امنیتي بنسټونه د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلې دي.

دوی انتقاد کوي چې د امنیتي بنسټونو د ناغړېړۍ له امله انتحاري حمله کوونکي په ډېرې اسانۍ سره توانېږي چې له کومې ستونزې پرته خپل ټاکلو هدفونو ته ځان ورسوي او حملې وکړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲۰» ازادي راډيو ته وویل چې د کابل ښار اوسنی امنیتي وضعیت خلکو اندېښمن کړي او ورته د منلو نه دی.

صالح محمد صالح

نوموړي زیاته کړه:

"امنیتي بنسټونه نه دي توانېدلي چې د کابل ښاریانو امنیت ټینګ کړي، کشفي او امنیتي مسؤلین د کابل د ښار د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي، د کابل اوسنی امنیتي وضعیت خلکو ته د منلو نه دی، زده کوونکي ښوونځي ته او مامور دفتر ته نه شي تللی او دغه ستونزه ورځ تربلې زیاتېږي چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي."

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې دوو انتحاري حملو چې داعش ډلې یې مسؤلیت په ځان ومانه د ۹ خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل او ۴۹ نور یې ټپيان کړل.

تېره ورځ هم د کابل ښار پر ۱۳ امنیتي حوزې دوې انتحاري حملې وشوې چې د چارواکو په وینا ۲ پولیس په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، د دغو حملو مسؤلیت هم داعش منلی.

په همدې ورځ د کابل ښارد ۱۰ امنیتي حوزې اړوند په شهرنو سیمه کې یو انتحاري حمله وشوه او وروسته څلور حمله کوونکي له پولیسو سره په جګړه کې ښکېل شول.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار د لسمې ناحیې د پېښې ویډیو

د دغې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی چې د امنیتي چارواکو په وینا د یو ملکي کس په ګډون ۴ پولیس په کې ووژل شول.

دغو پېښو کابل ښاریان اندېښمن کړي او د ښاریانو ترمنځ یې وېره خوره کړې ده، دوی وايي، کله چې له کوره بهر ځي د خوندیتوب احساس نه کوي.

دوه تنه کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هارون ناصر یم په دې وروستیو کې د کابل امنیتي وضعیت په بشپړ ډول خراب شوی، د ښار په خوندي سیمو کې امنیتي ګواښونه ډېر شوي او هره شیبه د دې امکان شته چې یوه پېښه رامنځته شي."

"میرویس سلام زوی یم له حکومت نه مو غوښتنه داده چې د ښار امنیت ته جدي پام وکړي، کله چې زه دفتر ته ځم ځان خوندي نه احساسوم."

په ورته وخت کې د کابل امنیه قومانداني په ښار کې امنیتي ستونزې مني خو وايي چې پولیس په دې توانېدلي چې په لسو کې ۸ دا شان حملې شنډې کړي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې په کابل ښار او اړوندو ولسوالیو کې د مخالفانو پرضد تصفیوي عملیات روان دي.

حشمت الله ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"دا مهال د نورو امنیتي ځواکونو په مرسته د کابل په ښار او د کابل ولایت اړوند په ۱۴ ولسوالیو کې تصفیوي عملیات روان دي، هسې چې کابل ښاریان او خلک انګېري چې د ښار امینتي وضعیت خراب دی داسې نه ده، ستونزې شته، ګواښونه به وي او پېښې به رامنځته کېږي، خو د کابل ښار په امنیت کې د ښاریانو مرسته زیاته اړینه ده."

خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون سپارښتنه کوي چې افغان کشفي او استخباراتي ادارې دې د امنیت په ساتلو او د خلکو د ژوند په خوندیتوب کې جدي اقدام وکړي او له کابل ښار نه دې پياوړی امنیتي کمربندونه راتاو کړي.

راپور: رحمت الله افغان